یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / قبايل / پاکستاني جنرال توندروه لاريونيانو ته پيسې ورکړي

پاکستاني جنرال توندروه لاريونيانو ته پيسې ورکړي

په اسلام اباد کې د پاکستاني پوځ یو لوړپوړی افسر لاریون کوونکو ته په پیسو ورکولو لیدل شوی، چې په خواله رسنیو کې پرې تاوده بحثونه روان دي.

دا ویډیو ځینو کسانو د دې خبرې پر ثبوت خپره کړې چې پاکستانی پوځ د مذهبي ګوندونو پر وړاندې نرمي خپله کړې.

لاریون کوونکو له درېیو اونیو راهیسې د اسلام اباد او راولپېنډۍ تر منځ، فیض اباد انټرچېنج سیمه بنده کړې، چې له امله یې د دواړو ښارونو اوسېدونکو ته ګڼې ستونزې رامنځته شوې دي.

پولیسو د لاریون کوونکو د لرې کولو لپاره عملیات ترسره کړل، خو په کې ناکام شول؛ وروسته بیا د لومړۍ ورځې لاریون د یوه تړون په خپرولو سره پای ته ورسېد. دا تړون د لاریون کوونکو پر وړاندې د حکومت ګونډې وهل و.

په ویډیو کې د پنجاب رېنجرنو مشر، تورن جنرال اظهر نوید حیات لاریون کوونکو ته په زر روپیو وېشلو لیدل شوی. ویل کېږي چې له لاریون کوونکو سره د بېرته تګ پیسې نه وې.

په ویډیو کې جنرال حیات یوه ږیره ور کس ته وایي: ”دا زموږ لخوا تاته دي، ایا موږ له تاسو سره نه یو؟”

تر دې وروسته بل کس ته تسلي ورکوي: ”ان شاء الله موږ به ټول راخوشي کړو؟”

داسې ښکاري چې اشاره یې بندي لاریون کوونکو ته ده.

د ویډیو په پای کې جنرال حیات وایي: ”دا خو یو پاکټ دی په بل کې یې نورې پیسې هم شته. ”

معلومه نه ده چې دا ویډیو چا اخیستې او څنګه تر خواله رسنیو رسېدلې، خو د پوځ له خوا نه ده رد شوی.

د دې ویډیو په اړه تر اوسه کوم سیاستوال څه نه دي ویلي او نه هم په ټلوېزیونو کې خپره شوې. ورځپانو هم دومره ارزښت نه دی ورکړی، خو خواله رسنیو پرې بحثونه کړي دي.

اسلام آباد دھرنا

د سما ټلوېزیون خبریال عمر قریش پر خپل ټوېټر پوښتي: ”ایا دا د مالیې ورکوونکو د پیسو سمه کارونه ده؟”

”دا د مالیې ورکوونکو د پیسو سمه کارونه ده. دا پیسې د مذهبي ګوندونو غړو ته ووېشه، دوی څو ورځې اسلام اباد بند کړی و، د عامو خلکو ملکیتونو ته یې تاوان ورساوه او یو پولیس یې وواژه. ”

د فرانس ۲۴ ریپورټ پر بنسټ صدیقي ټوېټ کړی چې د دې ویډیو په لیدو هېڅ نه دی حیران شوی: ”زه لولم چې دا د پاکستان تر ټولو بدې ورځې دي، حکومت د مذهبي سختدریځو پر وړاندې ګونډې ووهلې. دا پېښه ډېره ناهیلې کوونکې ده خو اوس یې پر ما هېڅ اغېز نه دی کړی. د هېواد چارواکو موږ دې حال ته راوستي یو، چې احساسات مو مړه شوي. ”

د ډان پخواني مدیر عباس ناصر پوښتنه کړې: ”کله چې تورن جنرال فیض حمید د ډي جې آی اېس آی تړون لاسلیک کړ، ایا د دوی تړون د کړکېچ له منځه وړلو ته وکارول شوه یا د کړکېچ رامنځه کولو ته؟”

د ”دې نیوز” اخبار اېډېټر طلعت اسلم لیکلي: د یا رسول تحریک پر وړاندې پاڅون به تر څو کلونو احساسېږي. اوس د هېواد هر سخت درېځی ګوند پوهېږي چې د حکومت د ګواښولو لپاره یوازې د دوه زرو کسانو راټولول په کار دي.

بل کاروونکي سلیم، د جنرال حیات انځور له یوه بل انځور سره خپور کړی، چې په کې یو پوځي سرتېری د ملا نذیر په غاړه کې ګل اچوي. ملا نذیر د طالبانو هغه لومړنی مشر و چې په ۲۰۰۴ کې د امریکا په هوایي برید کې ووژل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *