یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستاني سناتوران امریکا غندي خو د امریکا له ويزو نه تېرېږي

پاکستاني سناتوران امریکا غندي خو د امریکا له ويزو نه تېرېږي

د بيت المقدس د موضوع په اړه په يوه ځانګړې غونډه کې پاکستاني سناتوران هغه وخت ټول غلي شول چې یو سناتور محمد علي سیف د نورو سناتورانو نه وغوښتل چې که هغوی ریښتیا هم د ولسمشر ټرمپ په دغه فیصله خپگان څرگندول غواړي نو د امریکا ویزې دې بیرته ورکړي.

په پاکستان کې ٣٣ تنه سناتورانو د سنا په مجلس کې د بیت المقدس په هکله د امریکا د ولسمشر ټرمپ پریکړه چې بیت المقدس د اسرایلو پلارمینه ده، په سختۍ غندلي ده او د دغې فیصلې په ضد یې یو پریکړه لیک تصویب کړی دی.

د یادونې وړ ده پاکستاني سناتورانو ته د امریکا دوه کلنې ویزې ورکول کیږي.

کله چې محمد سیف دغه وړاندیز وکړ او چارچاپیره یې وکتل نو هیچ چا ورته ځواب ور نکړ.

د پاکستان سنا د ټرمپ د بیت المقدس د وروستۍ فیصلې په هکله دغه غونډه رابللي وه. د یادونې وړ ده پاکستان اسرایل د یو ملک په حیثیت نه پیژني.

د پاکستان سناتورانو د امریکا د ولسمشر ټرمپ فیصله د نړیوالو قوانینو او د ملگرو ملتونو د امنیتي شورا د اعلامیې ضد وبلله. هغوي وویل چې په منځني ختیځ کې د امنیت د خرابولو کوښښ به د تاریخ یوه د تر ټولو بده فیصله وي.

د سنا په دغې غونډې کې ځینو سناتورانو حتی دا وړاندیزونه وکړل چې د امریکا بایکاټ دې اعلان شي خو بیا ځینو سناتورانو وویل چې په دې لړ کې هیڅ ډول بیړه نده پکار او تدبیر ته ضرورت دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *