پنجشنبه , اپریل 2 2020
کور / خبرونه / قبايل / پاکستاني فوځ لخوا په ننګرهار او کونړ تازه بريدونه

پاکستاني فوځ لخوا په ننګرهار او کونړ تازه بريدونه

د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې دولتي مسوولين وايي د ډيورنډ کرښې له بلې غاړې پاکستانيو ځواکونو د ننګرهار ولايت پر بېلا بېلو سيمو يو ځل بيا د توغنديو بريدونه کړي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼي وويل، پرون له غرمې وروسته د ډيورنډ فرضي کرښې له بلې خوا پاکستانيو ځواکونو د اچين ولسوالۍ په عبدالخيلو او باندر سيمو اوه ديرش د ډي سي توپ مرمۍ راويشتلې دي.

ده زياته کړه چې د نازيانو ولسوالۍ د نختر ناو، بدال خوله او کڅونو سيمو باندې هم پاکستانيو ځواکونو د ډي سي توپ اته او د هاوان څلور څلوېښت مرمۍ راشړلي، نوموړي وويل په دې بريدونو کې چا ته زيان نه دی رسيدلی.

تر اوسه پاکستانيو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د یاد هېواد پوځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې پرون په قبايلي سيمه خيبر ايجنسۍ کې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستانيو ځواکونو پر پوسته بريد شوی چې په ترڅ کې يې يو عسکر وژل شوی دی.

د ننگرهار د ولايتي شورا مشر احمد علي وويل، پاکستان له تېرو دوو اوونيو راهېسې پر لالپورې، نازيانو او اچين ولسواليو توغديز بريدونه پيل کړي، نوموړي له دولتي مسوولينو غوښتنه وکړه، چې د پاکستان پر وړاندې دې په ورته عمل لاس پورې کړي.

په ختيځو دوو ولايتونو کونړ او ننګرهار اړوند سرحدي ولسواليو باندې له اوږدې مودې د پاکستانيو ځواکونو له لوري توغندويي بريدونه دوام لري، تر اوسه دغه ډول بريدونو پر مرګ ژوبلې سربېره ډېری ځايي اوسېدونکي له خپلو کليو بې ځايه کړي او په زياته اندازه اقتصادي زيانونه يې وراړولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: