پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستاني ورځپاڼه ليکي، عام افغانان د پاکستان په اړه ښه نظر نه لري

پاکستاني ورځپاڼه ليکي، عام افغانان د پاکستان په اړه ښه نظر نه لري

په افغانستان او سيمه کې د پاکستان په اړه منفي نظريات له دې امله زيات دي، چې خلک وايي د ترهګرۍ لوبه له دې ځايه پيل شوې او د ترهګرۍ ريښې اوس هم له همدې خاورې خړوبېږي.

پاکستانۍ ډان ورځپانۍ د افغانستان په اړه په خپل یو مطلب کې ليکلي: ښایي د ګوتو په شمېر داسې کسان په افغانستان کې وي چې د پاکستان په اړه مثبت نظر ولري. ورځپاڼه ليکي دا ګرانه ده چې په کابل کې داسې څوک پیدا کړئ چې هغه د پاکستان په ګټه خبره وکړي.

د دغې پاکستانۍ ورځپاڼې په مقاله کې راغلي، یوازې د افغانستان حکومت پاکستان ته بدبینه نه‌ دی، په عادي افغانانو کې هم پاکستاني ضد احساسات خورا ژور دي.

د پاکستان پر ضد روحیه په تېرو کلونو کې د افغانستان د اوسېدونکو له لوري پراخه شوه، ځکه چې دوی پاکستان د خپل سخت ژوند عامل ګڼي. د دې مقالې په اخر کې راغلي چې پاکستان به بیا هم د افغانستان د ستر تجارتي شریک په توګه پاتې شي او وضعیت به ډېر ژر بدل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *