دوشنبه , مې 10 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / پاکستاني پوځيان پر کونړ راشړل شوي راکټونه دقيق شماري

پاکستاني پوځيان پر کونړ راشړل شوي راکټونه دقيق شماري

د سرچينو او خبرونو له مخې افغان چارواکي پر کونړ د پاکستاني پوځ راشړل شوې مرمۍ دقيقې نه حسابوي، خو پاکستان د نامنلې پولې له هغې غاړې دهر يو راشړل شوي توغندي او ورسره تړلي ځاني او مالي زيان يادښتونه اخلي.

کارپوهان وايي پاکستان دغه ډول څرګند تېري ته اوس لاس نه دی اچولی، بلکې له تېرو څو کلونو راهېسې د نامنلي پولې په اوږدو کې د نورو ترهګريزو فعاليتونو په څنګ کې توغندويي بريدونه ترسره کوي. دوی وايي پاکستانی پوځ د توغندويي بريدونو او ترهګريزو ورانکاريو په کولو غواړي د نامنلې پولې په اوږدو کې پراته قبايلي اولسونه کډه کولو ته مجبور کړي.

د کاربوهانو په وينا کله چې د نامنلې پولې دواړو خواوو ته پراته خلک نه وي، پاکستانی پوځ کولای شي په نامنلې پوله خپلې پوستې رامخې ته کړي. دوی په تېرو څو کلونو کې دا کار کړی او لسګونه کيلومتره نور وړاندې راغلي دي. داسې انګېرنه هم شته چې پاکستان غواړي د کونړ سيند د زور او جبر کرښه وګرځوي او په دې ترتيب د افغانستان په بې مهاره اوبو کې چې اوس يې د مهار کولو هلې ځلې روانې دي، قانوني ونډه پيداکړي.

ځينې مبصرين وايي د دې ټولو ورانکاريو نه د پاکستان هدف دا هم دی چې د ورځنيو پېښو په تاريخ کولو کې د ډيورنډ د نامنلې کرښې اسناد او د دې کرښې د نوو بريدونو داسې حدود وټاکي چې د هغوی په نظر دې کرښې ته جواز کېدلی شي.

اوس يو وار بيا د ژمي په  پیل کېدو سره پاکستاني پوځ د کونړ په ځينو ولسواليو توغندويي بريدونه زيات کړي، د دې بريدونو له امله تر دا مهاله د مالي زيان ارقام نه دي ورکول شوي.

ځايي خلک وايي دغه زرګونه توغندي په شړو ځمکو نه لوېږي، بلکې په ځنګلونو، کروندو او کورونو باندې لوېږي چې په ځاني زيان سربېره په زياته اندازه مالي زيان اړوي. دوی وايي په تازه بريدونو کې لسګونه کورنيو خپل کلي پريېښي او نورو سيمو ته کډه شوي دي.

تازه خبرونه وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یوازې د کونړ پر مروره ولسوالۍ د پاکستاني پوځيانو د توپونو ۱۴۷ مرمۍ راغلي دي. په ټوله کې له تېرو پنځو ورځو راهیسې د پاکستان پوځ د کونړ په ناړۍ، شلتن، مرورې، سرکاڼو او خاص کونړ د توپونو شاوخوا ۱۲۰۰مرمۍ ویشتي دي.

3 تبصرې

  1. buy oral ivermectin – ivermectin 50mg/ml ivermectin 10 ml

  2. ivermectin medicine – ivermectin 0.5% brand name ivermectin pills canada

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *