جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / پاکستاني پوځیانو له لوري یو ځل بیاپه کونړولایت ۱۲ توغندي توغول شوي

پاکستاني پوځیانو له لوري یو ځل بیاپه کونړولایت ۱۲ توغندي توغول شوي

د کونړ امنیتي چارواکي وايي، چې پاکستان یو ځل بیا د سرکاڼو ولسوالۍ پر شونکړۍ دره ۱۲ توغندي توغولي، چې له امله یې یو تن وژل شوی دی. د کونړ امنیه قومندان پاسوال جمعه‌ګل همت وايي، پاکستاني پوځیانو له لوري ۱۲ توغندي توغول شوي، چې یو ملکي وګړی پکې وژل شوی. له تېرې یوې میاشتې راهیسې پاکستاني پوځیانو د کونړ پر شپږو ولسوالیو له ۱۰۰۰ډېر توغندي توغولي، چې یوازې د شلطن ولسوالۍ څخه ۲۵۰ کورنۍ بې ځایه شوي دي. د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د تېرې پنجشنبې په ورځ ویلي وو، چې پاکستان به نور پر افغان خاوره توغندي نه توغوي. د تېرې پنجشنبې په ورځ د ملي دفاع وزرات یو پلاوی پاکستان ته تللی و او د خبرو مهمه موضوع یې پر کونړ او ننګرهار د پاکستانیو توغندیو د مخنیوی و. ملي دفاع وزارت: پاکستان به نور راکټونه نه را توغوي دوه اوونۍ وړاندې د فاع وزارت پوله ساتو ځواکونو ته امر کړی و، چې د پاکستانیو توغندیو ځواب په توغندیو ورکړي. پاکستان له تېرو څلورو کلونو راهیسې په وقفه‌يي ډول پر ننګرهار او کونړ توغندي توغوي او په دواړو ولایتونو کې یې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. داسې راپورونه هم ورکړل شوي، چې پاکستان غواړي د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې سیمې له خلکو پاکې کړي او د داعش ته منسوب وسله وال پکې ځای پرځای کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: