جمعه , نوومبر 27 2020
کور / خبرونه / افغانستان / پاکستاني پوځ د افغانستان د ملي امنيت ديو کارمند دنيولو ادعا کړې

پاکستاني پوځ د افغانستان د ملي امنيت ديو کارمند دنيولو ادعا کړې

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست اړوند یو غړی په بلوچستان ایالت کې نیول شوی دی. د پاکستان پوځ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې یو افغان وګړی چې د افغانستان د ملي ریاست لپاره دنده ترسره کوله، د پاکستان پوځ د ملېشو په عملیاتو کې نیول شوی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر وسلې او مهمات هم د پاکستان پوځیانو لاس ته ورغلي دي. دافغانسان حکومت او امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. دا لومړی ځل نه دی چې په پاکستان کې میشت افغان وګړي د افغانستان له امنیتي بنسټونو سره د اړیکې په تور نیول کیږي بلکې له دې وړاندې هم ګڼ شمېر افغانان د ورته عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ترهګرو پر ضد د افغانستان د ملي امنیت ریاست کابو پنځه میاشتې مخکې ویلي وو چې په پلازمېنه کابل کې د پاکستان پوځ د استخباراتو ادارې یا ISI یوه مهم جاسوس د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یوه بیان کې لیکلي، چې په کابل کې د پاکستان پوځ د استخباراتو جاسوس هغه مهال ونیول شو کله چې نوموړې پلان درلود په کابل کې یو لوی برید پلان او تنظیم کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې نیول شوی کس الله نور نومیږې او د پاکستان د کوټه ښار اصلي اوسېدونکې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: