پاکستاني پوځ پر سختدریځو لاریون کوونکو ډزې کړې دي
د پاکستان امنیتي ځواکونو د سخت دریځو اسلامپالو لاریون کونکو د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز او پلاستیکي مرمیو کار اخیستی دی. لاریونوال چې شمېر یې د ۲ زرو په شاوخوا کې دی له اوونیو راهیسې لارو کوڅو ته را وځي او د یاد هېواد د عدلیې وزیر زاهد حیمد د استعفا غوښتنه کوي. دوی وایي چې زاهد په خپله لوړه کې د سیاستوالو لخوا په چمتو شوي متن کې لاسوهنه کړې او هغه ځای یې ترې حذف کړی، چې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) پکې یاد شوی دی. ویل کیږي چې د لاریون تر۱۵۰ ډیر تنظیموونکي د پاکستانيو ځواکونو له لوري نیول شوي دي.