یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / قبايل / پاکستاني چارواکي وايي دسمبر ۱۶ د هيواد په تاريخ کې توره ورځ ده

پاکستاني چارواکي وايي دسمبر ۱۶ د هيواد په تاريخ کې توره ورځ ده

اسلام آباد، عام اولس وايي حکومتي چارواکي دې دوی سره دهمدردۍ ښودلو پر ځای پر خپلو پوځي او استخباراتي ادارو زور راوړي چې اوس هم په نړيواله کچه د ترهګرۍ په ملاتړ تورنې دي. په داسې حال کې چې وزير اعظم شاهد خاقان عباسی ويلي د ۲۰۱۴ کال دسمبر ۱۶ ورځ به د هېواد په تاريخ كې د تورې ورځې په توګه ياده وي.

عباسي ويلي د دسمبر ۱۶ مه هغه ورځ ده چې ترهګرو پکې د نظامي ښوونځي ماشومان زده کوونکي خپله نښه وګرځول.

مبصرين وايي هر څو که پاکستاني چارواکي د دې بېښې پر وړاندې خپله همدردي ښکاره کوي، خو دا پېښه په عامه توګه د هغو ډلو يو ترهګر عمل ګڼل کېږي، چې نن هم ټوله نړۍ وايي چې د پاکستان پوځي او استخباراتي ادارو دې ډلو ته د خوندي اوسېدو او روزل کېدو ځالې په واک کې ورکړي دي.

د مبصرينو يو نطر دا هم دی چې پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ نه د ځان پاکولو په نيت ډېرې دغسې پېښې رامنځ ته کوي، کومه چې د نطامي ښوونځي پېښه ده. دوی وايي د دې او ورته نورو پېښو په پېښېدو پاکستانيو چارواکو د نړيوالو له پوښتنې ځان ايستلی.

دپاکستان وزيراعظم وايي:

(د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كې چې پاكستاني اولس كومې قربانۍ وركړې دي شايد كوم بل اولس وركړي نه وي، ځکه د نظامي ښوونځي دپېښې په نتيجه كې ټول قام د ترهګرۍ پر ضد جنګ كولو عزم وكړ.)

د يادولو ده چې پاکستان اوس هم په نړيواله کچه د ترهګرو ډلو په روزلو او ساتلو تورن دی، خو پاکستاني چارواکي بيا وايي دوی د ترهګرۍ په لومړي درجه قربانيانو کې راځي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *