شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / قبايل / پاکستاني چارواکي وايي قبايلي سيمو ته به عدالتي نظام وغځوي
epa05853873 A handout photo made available by the Inter Services Public Relations (ISPR) shows Pakistani army soldiers escort census officials as country launched first population census in 19 years, in Awaran area of Balochistan province, Pakistan, 17 March 2017. Pakistani authorities on 15 March began a population census nine years behind schedule in 63 of 150 districts, the first such survey undertaken in the world's sixth most populous country since 1998. Soldiers of Pakistani army and police were deployed throughout the country to help officials conducting the survey. EPA/INTER SERVICES PUBLIC RELATIONS HANDOUT HANDOUT EDITORIAL USE ONLY HANDOUT EDITORIAL USE ONLY/NO SALES

پاکستاني چارواکي وايي قبايلي سيمو ته به عدالتي نظام وغځوي

د قبايلي سيمې د ځوانانو جرګې سره په ليدنه کې وزیراعظم شاهدخاقان عباسي قبايلو کې د رېفرنډم کولو امکان رد کړی، او ويلي يې دي زر تر زره به عدالتي نظام سيمې ته وغځوي.

د ځوانانو جرګې د فاټا اصلاحاتو په اړوند نن د پنجشنبې يا زيارت په ورځ د وزيراعظم سره ليدلي دي. د جرګې يو غړي شوکت عزيز وويل، په ليدنه کې ورته وزیراعظم باور ورکړی چې زر تر زره به د ملک عدالتي نظام قبايلي سیمو ته وغځول شي.

خو د کال ۲۰۱۸م عامو انتخاباتو کې د خېبرپښتونخوا ولايتي شورا لپاره د سيمې نه د چوکو په اړوند يې ورته ویلي چې دا به ممکنه نه وي.

“وزيراعظم راته وويل چې د ځينې تکنيکي ستونزو له کبله ممکنه نه ده چې په ۲۰۱۸م کې قبايلي سيمو ته د صوبايي اسمبلۍ دپاره چوکۍ ورکړي، خو د عدالتي نظام غځولو باور يې راکړو”.

شوکت عزيز وايي وزيراعظم سره يې قبايلو کې د رېفرنډم کولو د غوښتې په اړه هم خبرې وشوې او هغه ورسره د ” رېفرنډامکان رد کړو او وې ويل چې زیات خلک کومه غوښتنه لري هم په هغې خبره به عمل کیږي”.

په خېبرپښتونخوا کې دقبايلو ورګډولو په لړ کې د مسلم ليګ ن ډلې د مرکزي حکومت اتحادي دوه ګوندونو پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جمعيت علمااسلام (ف) نه علاوه نورې ټولې غټې سیاسي پارټۍ په دې حق کې دي چې قبايلي سېمي په ياده صوبه کې شامل شي.

خو محمود خان اچکزۍ او مولانا فضل الرحمان په خېبرپښتونخوا کې دقبايلو ورګډولو د مخالفت ترڅنګ دريځ وړاندې کوي چې د سېمې د راتلونکې فېصله دې د قبايلي اولس په خوښه د رېفرنډم د لارې وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: