سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / خبرونه / پاکستانی پوځ او استخباراتي اداره دې د ترهګرو ملاتړ نه کوي

پاکستانی پوځ او استخباراتي اداره دې د ترهګرو ملاتړ نه کوي

زلمی خليلزاد وايي د پاکستان په اړه د امريکې اوسنۍ کړنلاره پر ځای ده. پاکستان چې په دې وروستيو کې د ترهګرو د ملاتړ، روزنې او نورو هيوادونو ته د ترهګرو د لېږدونې له امله تر سختو نيوکو لاندې دی، دا وخت هڅه کوي نړيوالو ته خپل سپيناوی وړاندې کړي، خو هلته د شته وسله والو ډلو فعاليتونه او د افغانستان په ګډون د سيمې په هيوادونو کې ورځنۍ ترهګريزې پېښې يې دې سپيناوي ته نه پرېږدي.

خليزاد وايي افغان حکومت او امریکا د پاکستان په سیاستونو کې رښتینی بدلون غواړي. په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وايي، د افغانستان لپاره د ټرمپ نوې تګلاره ګټوره ده او مهمه برخه یې پر پاکستان فشار راوستل دي. نوموړي له رسنيو سره په خبرو کې ویلي، چې امریکا غواړي په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه له منځه ولاړ شي او دغه هېواد په رښتینې توګه له ترهګرو سره مبارزه وکړي. هغه زیاته کړې افغان حکومت او امریکا په جدي توګه غواړي چې پاکستان د ترهګرو او افغانستان په اړه خپل سیاستونه بدل کړي، ځکه که دا کار و نه کړي د امریکا له سختو فشارونو سره به مخ شي. نوموړي همدا راز ویلي، چې د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره دې د ترهګرو ډلو ملاتړ نه کوي. خلیلزاد ویلي، پاکستان ته په کار ده چې په عمل کې له ترهګرۍ سره مخالفت وښيي او دغه ډلې له خپلې خاورې وباسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: