پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستانۍ سندرغاړې کرېکټ کې د ښځو مساوي حقونه غواړي

پاکستانۍ سندرغاړې کرېکټ کې د ښځو مساوي حقونه غواړي

پېژندل شوې پاکستانۍ سندرغاړې مومنه مستحسن د خپل اغېز په کارولو هڅه کوي د ځوانو مېرمنو پر وړاندې ستونزې اوارې کړي. اوس په اسلام اباد کې د کرېکټ یوې ډلې سفیره شوې او نجونې د سپورټ ډګر ته وربولي.

د مومنې له ماشومتوبه له سپورټ سره مینه وه او کله چې ۱۲ کلنه وه د کوټې په ښار کې یې د ټېنس لوبه کوله.

دې د پاکستان د اسلام اباد یونایټېډ کرېکټ لوبډله کې تل د ښځو پر ډېر شتون ټینګار کړی. همدارنګه یې په عامه ځایونو کې د ښځو لپاره د اسانتیاوو د برابرو غږ پورته کړی.

مومنه وايي:”که تاسې د باندې د منډو لپاره ولاړې شئ نو د خطر احساس به وکړئ، ځکه چې سړي درته ګوري، سپکې سپورې درته وايي او شپېلی درپسې کوي.”

مومنه اسلام اباد ښار ته اشاره کوي او وايي:”په دې ښار کې ښځې هم د سړیو په شان حق لري.”

مومنه اوس د کرېکټ یو شمېر ښځینه لوبغاړو ته سندرې ویل ور زده کوي او هغوی په بدل کې دې ته کرېکټ ور زده کوي.

د بدلون لامل څه دی؟

تېر کال کله چې مومنه د څښاکو په یوه اعلان کې څرګنده شوه او ډېر یې د فوټبال په ځینو حرکاتو حیران کړل، د پاکستان ښځینه سکواش لوبغاړې نورینه شمس پر فېسبوک د دې په ګډون نیوکه وکړه.

مومنه

هغې ولیکل چې باید هغو ښځو ته لومړیتوب ورکړل شي چې د ورزش په ډګر کې فعالې دي، نه دا چې په سندرغاړو د سپورټ اعلانونه جوړ شي.

شمس ویلي ول چې دا به ښه وي چې د اسمارا کیاني په شان پاکستانۍ فوټبال لوبغاړې په دې ډول اعلانونو کې کار وکړي. د دې ترڅنګ ځینو نورو ښځینه فعالینو هم نیوکې وکړې.

څو میاشتې وروسته کله چې له مومنې وغوښتل شول په پاکستان کې د فوټبال په دوستانه لوبو کې چې نړیوالې څېرو هم پکې ګډون کړی و د ویاندې په توګه برخه واخلي، دې موقع درلوده چې بدلون راولي.

هغې د لوبو ترسره کوونکو ته وویل چې په یوه شرط به دا کار وکړي چې که د پاکستان د ښځو د فوټبال کپتانه، هاجره خان هم ورسره وي.

مومنې داسې څرګندونې هم وکړې چې “که موږ یوه بل ته د سیالانو په سترګه وګورو نو هېڅکله به هم پرمختګ ونه کړو. موږ باید یو بل جوړ کړو نه دا چې وغورځوو.”

مومنې ته د کوک په سټوډیو کې ډکو شویو سندرو، په تېره بیا له راحت فتح علي خان سره د، افرین افرین سندرې ډېر شهرت ور په برخه کړ.

مومنه پر ټولنیزو شبکو هم خورا ډېر مینه وال لري، خو د دې ترڅنګ له داسې ځوروونکو غبرګونونو او تبصرو سره هم مخامخه کېږي چې د دې په وینا، ډېره یې ځوروي.

دا وايي، وروسته له دې چې تر کلک فشار لاندې وه او داسې هم شوي ول چې په ورځو ورځو له کوره ونه وتله، خپله اندېښنه او خبرې یې له نورو سره پر ټولنیزو شبکو شریکولې، چې ورسره يې ډېره مرسته وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *