سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / پاکستان به د ترهګرۍ په ملاتړ کې ډېر څه له لاسه ورکړي
AppleMark

پاکستان به د ترهګرۍ په ملاتړ کې ډېر څه له لاسه ورکړي

د امریکې مرستیال ولسمشر مایک پینیک په یوه ناڅاپي سفر د افغانستان ته تللی او هغلته یي پر پاکستان سخت انتقاد کړی دی. نوموړي پاکستان ته په بي ساري توګه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې دغه هيواد باید د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

هغه وویل چي دوی له خپلو متحدینو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او هغه ګواښ چې ورته  متوجه دی دا ځل به یې ناليدلی ونه ګڼي.

دغه امریکايي عالي رتبه مقام وویل چي ولسمشر ټرمپ له خپلو سرتیرو کلک ملاتړ کوي او هغه خطر به هم له پامه و نه غورځوي چې د نامنلو پولو له پاکستانۍ غاړې د دوی پوځونو ته ورپېښ دی.

د امریکې مرستیال ولسمشر که څه هم په مخامخه توګه پاکستان د ترهګرو د ملاتړ هیواد په توګه یاد کړ  او په داسي حال کې چې سخت په غوصه وو خپل دغه پخوانی متحد ته یې سخت خبرداری ورکړ.

تیره اونۍ هغلته افغانستان کې د امریکايي قواوو قوماندان خبرداری ورکړی وو چې پاکستان لا هم په افغانستان کې له شرارت څخه ملاتړکوي او خپل کردار یي نه دی بدل کړی.

مرستیال ولسمشر وویل چې پاکستان له امریکې سره له ملګرتوب څخه ډير څه تر لاسه کړي، او پاکستان به د ترهګرو په ساتلو او ملاتړ ډير څه له لاسه ورکړي.

هغه همدا راز وویل چې سوله په قوت رامنځ ته کیږي او امریکايي سرتیري باید غښتلي او پیاوړی اوسي تر څو ترهګر وځپي. د امریکې مرستیال ولسمشر د افغان ولس له قربانيو او سرښندونو یادونه وکړه او زیاته یي کړه چې ډير کړاوونه یي ګاللي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: