پنجشنبه , اکتوبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / پاکستان خپلو ګاونډيو ملکونو ته ترهګر صادروي

پاکستان خپلو ګاونډيو ملکونو ته ترهګر صادروي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د افغان ځواکونو پر خلاف د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د تورونو پر وړاندې تند غبرګون وښود.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وایي، اسلام اباد هڅې کوي د کاذبو خبرو او تورونو په مرسته د نړیوالې ټولنې اذهان تحریف کړي او داسې وښيي چې په افغانستان کې د دروانې جګړې یو ستر لامل د امنیتي ځواکونو له خوا د وسلو خرڅلاو دی.

نوموړي زیاته کړه، چې ټوله نړی اوس پوه شوي چې پاکستان له ترهګرو ډلو څخه ملاتړ کوي، ترهګرو ته امن ځایونه ورکوي او خپل ګاودنډی هېوادونو ته ترهګر صادروي.

د جنرال وزیري په وینا، اسلام اباد هڅې کوي د بې بنیاده تورونو په مرسته ځان له انزوا څخه خلاص کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د نوې ستراتیژۍ تر اعلان وروسته پر اسلام اباد د واشنګټن فشارو مخ په زیاتیدو دي.

د افغانستان حکومت او امریکایي چارواکي وایي، په پاکستان کې لا هم ترهګرې ډلې او په خاصه توګه د حقاني شبکې او طالبانو امن ځایونه لري او له دغو ځایونو څخه په افغانستان کې بریدونه ترسره کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: