چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / قبايل / پاکستان دامريکايي مرستو لپاره قبايل بيا بې کوره کړل

پاکستان دامريکايي مرستو لپاره قبايل بيا بې کوره کړل

تراوسه چې په پاکستان کې د طالبانو او یا هم د حقاني ډلې کوم مشران وژل شوي، اکثره د امریکا ډرون په نښه کړي.د پاکستان پوځ تراوسه پورې د طالبانو یو مهم قوماندان یا مشر نه دی په نښه کړی.”

دخبرونو له مخې د پاکستان پوځ په جنوبي وزیرستان کې په ناڅاپې ډول عملیات شروع کړل او په سلگونو ځايي کورنيو ته یې امر وکړ چې له کورونو ووځي.دغه قبایل بیا مجبوره شول چې دوه ورځې او شپې پیاده لار ووهي او د خیبر پښتونخوا بنو ښار ته ورسیږي.

په پېښور پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو پروفیسره نورین نصیر  وویل چې قبایلي سیمه پوځ بیخي نظامي کړیده. هغه وایي چې افغانستان او هند په وروستیو کې یو بل ته نژدی شویدي او دا د پاکستان ادارې سختې په غوسه کوي. هغې وویل چې اوسني پوځي عملیات څرگندوي چې په دغه سیمې کې یو بل سوړ جنگ شروع شویدی.

اغلې نصیر وایي “پاکستان امریکا ته ویلي چې د ترهگرو ډلو په خلاف به د امریکا سره مرسته وکړي. د جنوبي وزیرستان دغه عملیات او د خلکو بیکوره کیدل هم په هغه وجه کیږي. پاکستان اوس هم د ترهگرو ډلو ختمول نه غواړي. دا ډول عملیات د امریکا د خوشحالولو او د نورو مالي مرستو د ترلاسه کولو لپاره کیږي.”

د پاکستان پوځ په جنوبي وزیرستان کې عملیات په داسې حال کې شروع کړیدي چې امریکا په پاکستان فشار راوستی چې د حقاني د شبکې په ضد اقدامات وکړي.

د قبایلي چارو کارپوه او مدني فعال محسن داوړ وویل چې نړیوال سیاست بدلیږي خو د قبایلي سیمو د اوسیدونکو لپاره هیڅ څه ندي بدل شوي. هغوی د پوځي عملیاتو نه مخکې د ترهگرو د مظالمو سره مخ و او اوس د پوځ د عملیاتو د شروع کیدو نه وروسته د نورو کړاونو سره مخ دي. “په قبایلي سیمو کې ملکي حکومت خپل ټول واک پوځ ته پرښودی دی او هلته چې حکومت څه کوي هغه د پوځ په امر کوي.”

هر څو د پاکستان پوځ په دغه سیمه کې د یوې لسیزې نه د زیات وخت راهیسې عملیات کوي خو تراوسه پورې چې په پاکستان کې د طالبانو د ډلې او یا هم د حقاني ډلې کوم مشران وژل شویدي نو هغه اکثره د امریکا ډرون په نښه کړي وي. ښاغلی داوړ وایي “د پاکستان د پوځ عملیات داسې کوم مثبت نتایج نه لري چې هغوی یې نړۍ ته وښیي. د پاکستان پوځ تراوسه پورې د طالبانو یو مهم قوماندان یا مشر ندی په نښه کړی.”

شاوخوا لس کاله پخوا د پاکستان پوځ په جنوبي وزیرستان کې د راه راست په نوم عملیات شروع کړي و او روان کال د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د جنوبي وزیرستان اوسیدونکي اوس بیرته خپلو کورونو ته تللی شي.خو د نومبر په دوهمه اونۍ د پاکستان پوځ په جنوبي وزیرستان کی یو ځل بیا پوځي عملیات شروع کړل.

د یادونې وړ ده چې د نومبر په ١٥ نیټه په جنوبي وزیرستان کې د نذیر ډلې مشر د سیمې اوسیدونکو ته یو یاداښت ورکړیدی چې په دغه سیمه کې به په ودونو، په سازونو او داسې نورو اړخونو کې د شرعیت ضد کارونو باندې بندیز وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: