سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان دامريکايي چارواکو پر څرګندونو غبرګون ښودلی

پاکستان دامريکايي چارواکو پر څرګندونو غبرګون ښودلی

اسلام اباد د حقاني شبکې د ګواښونو او په پاکستان کې د ترهګرو امن ځایونو په هکله د امریکایي چارواکو د څرګندونو پر وړاندې تند غبرګون وښود.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل وایي، اسلام اباد د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن له څرګندونو او نظر سره موافق نه دي.

نوموړی زیاته کړه، چې پاکستان د ترهګرو پر ضد د پاکستان په هر ګوټ کې عملیات ترسره کړي دي او په دغو عملیاتو کې د پام وړ لاسته راوړنې هم درلودې.

هغه وویل چې پاکستان د ترهګرو پر ضد مبارزې خپل ملي ګټو په کتو ترسره کوي او اسلام اباد ژمن دی ترڅو د پاکستان له خاورې څخه د ترهګرو ټول امن ځایونه لمنځه وړي.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي ټیلرسن څو ورځې مخکې وویل  که چیرې پاکستان د حقاني له ترهرګې شبکې سره خپل اړیکې پرې نه کړي نو ترهګرې ډلې به په راتلونکو کې د پاکستان حکومت پر خلاف هم بریدونه پیل کړي.

د ښاغلي ټیلرسن په وینا، د پاکستان حکومت په خپله خاوره کې ګڼ شمېر ترهګرو ډلو ته امن ځایونه ورکړی دی او په دې اړه د امریکا اندیښنې هم له اسلام اباد سره شریک شوي دي ځکه د دغو ترهګرو ډلو ځواک او نفوذ مخ په ډیریدو دي.

نوموړی خبرداری ورکړ هغه ترهګرې ډلې چې دا مهال د کابل حکومت پر خلاف په ترهګریز بریدونو بوخت دي، کیدای شي یوه ورځ په خپلو تګلارو کې بدلون راوړي او پاکستان حکومت د خپل نوې هدف په توګه وټاکي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: