پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان دترهګرۍ په بل کړي اور کې ځان هم سوځېدلی ګڼي

پاکستان دترهګرۍ په بل کړي اور کې ځان هم سوځېدلی ګڼي

اسلام اباد د ټرمپ په نوې تګلاره کې د پاکستان په اړوند بيان رد کړی او ويلي يې دي د امريکې دغه بيان د ځمکنيو حقايقو پرضد دی. امريکه وايي پاکستان ترې په يوه لاس مرستې اخلي او بل لاس يې ترهګرو ته ورکړی.

د پاکستان د بهرنو چارو دفتر د ټرمب بيان ته په رسمي غبرګون کې ويلي پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې په اولني صف کې ولاړ دی او د سيمې د سولې لپاره یې ډېری قربانۍ ورکړي دي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ اعلان کړې ملي امنيتي تګلاره کې يو ځل بيا په پاکستان غږ کړی چې په خپله خاوره د موجودو ترهګرو په ضد غوڅ عمليات وکړي، خپلې هڅې سېوا کړي او د امريکا مرسته وکړي.

نوموړي ويلي امریکا هر کال د ترهګرۍ په ضد جګړه کې پاکستان ته ډېرې پېسې ورکوي بايد پاکستان د ترهګرو په ضد عمليات وکړي.

ټرمپ د اګست په میاشت کې هم د افغانستان او سويلي اسيا په اړوند خپله اعلان کړې تګلاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې چې په خپله خاوره یې ترهګر ساتلي دي.

خارجه دفتر ويلي پاکستان د اوږدې مودې نه د سيمه ييزه او نړيواله ترهګرۍ په ضد جنګدېدلی او د پاکستان مرستې نړيوالې ټولنې او خپله امريکايي مشرانو هم ستايلي دي.

افغانستان او امريکا د اوږدې مودې نه په پاکستان تور لګوي چې په خپله خاوره يې د حقاني شبکې ترهګر ساتلي او د دغه هېواد نه په افغانستان کې ترهګري کوي خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: