یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / پاکستان دوه لارې لري يا به د ترهګرو له ملاتړه لاس اخلي، يا به يوازې پاتې کېږي

پاکستان دوه لارې لري يا به د ترهګرو له ملاتړه لاس اخلي، يا به يوازې پاتې کېږي

وړاندې تر دې د امریکا متحده ایالات د پاکستان د دوه مخې پاليسۍ په اړه نورې لارې ولټوي، د امريکا د متحده ايالاتو دفاع وزیر جیمز متیس وایي واشنګټن به یو ځل بیا کوښښ وکړي ترڅو په افغانستان کې له پاکستان سره ګډ کار وکړي.

نوموړی تیره ورځ د امریکا د سنا مجلس د وسله وال پوځ په کمیټه کې د وینا پر مهال وویل، چې موږ باید يو ځل بیا کوښښ وکړو ترڅو له پاکستان سره د هغوی په ذریعه د امریکا پر نوې ستراتیژي کار وکړو، که چیرې دغه هڅې ناکامې شي، نو د امریکا ولسمشر د هر ډول اړینو اقداماتو ته چمتو دی.

د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د واشنګټن په انتخابونو کې د امریکا د غیر ناټو متحد له رتبې نه د پاکستان تنزیل شامل دی، مټیس وویل: ((ډاډه یم چې دا به هم شامل وي))

د امریکا متحده ایالاتو د پوځ لوی درستیز جنرال جوسف ډنفورډ هم تائید کړه چې د پاکستان پوځ استخباراتي اداره (آی اس آی) له ترهګرو سره اړیکې لري.

د امریکامتحده ایالاتوو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم تیره میاشت وویل چې پاکستان اکثراً ترهګرو ډلو ته پټځایونه ورکوي او خبرداری ورکړ چې امریکا نور د پاکستان لخوا توندلارو ته د پټنځیو ورکړې پر وړاندې زغم نه لري.

د امريکې د ولسمشر په توګه د ټرمپ له راتلو سره په پاکستان باندې زور زيات شوی، چې بايد نور د ترهګرو له همکارۍ لاس واخلي او په خپل کور دننه هغه پټنځايونه او روزنځايونه له منځه يوسي چې ترهګري پکې روزل کېږي.

په پاکستان کې د ترهګرو د روزنې او ساتنې خبره اوسنئ نه ده، د روڼ اندو په خبره د ترهګرۍ په خپرولو کې پاکستان څرګند لاس لري او نه شي کولای تر دې وړاندې نړۍ سره خپلې دوه مخې پاليسئ ته دوام ورکړي.

ټرایبل نیوز اداره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: