شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / (پاکستان د افغانستان له سولې سره علاقه نه لري)

(پاکستان د افغانستان له سولې سره علاقه نه لري)

د روانو حالاتو نه د خبرو خلکو په حواله په افغانستان کې د ترهګرۍ د عمر اضافه کوم تصادفی کار نه دی. دلته د ترهګرۍ دوامداره ساتل تر دې حده یو شعوري پروسه ده چې د پاکستان تر کنټرول لاندې نامنل شوو پولو ته نېږدې د دې عمل لپاره نسلونه روزل کېږي. نړيوال خبرونه وايي دا هرڅه د پاکستان د پوځي او استخباراتي ادارو تر سترګو لاندې او د دوی په همکارۍ کېږي.

د سياسي چارو کاروپوهان وايي دلته لوی مقصد، چې دا دومره کلونه د افغانانو په وینو ترلاسه کېږي، دا دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نامنل شوو پولو او د بې مهاره اوبو پر سر هېڅ ډول خبرو ته وخت پيدا نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پښتونخوا پخواني سناتور ويلي چې پاکستان په افغانستان کې د سولې له پروسې سره ډېره مرسته کولای شي، خو د دې کار لپاره هېڅ اراده نه لري.

د پښتونخوا پخواني سناتور افراسیاب خټک له يوې بهرنۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، پاکستان یو قوي حکومت لري، د افغانستان د سولې لپاره هر څه کولی شي، خو ددې کار لپاره قوي اراده نه لري.

د خټک په وینا د افغانستان پر وړاندې د پاکستان سیاست ډېر پخوانی دی او ژورې رېښې لري نو له همدې امله نه غواړي په افغانستان کې سوله او امنیت ټينګ شي.

د خټک په خبره تر هغه چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې خپل سیاست بدل نه کړي او د افغان سولې لپاره قوي اراده پیدا نه کړي دلته به جګړې او ترهګرۍ همداسې روانې وي. خټک زیاته کړې چې د پاکستان په سیاست کې باید عملي بدلون ولیدل شي، خو متاسفانه چې تر اوسه دغه کار نه دی شوی او هر څه یوازې تر خبرو پورې محدود دي.

دنوموړي د وينا مطابق، پاکستان کې د امريکايي وزير د لنډې دمې نه وروسته پاکستانیو چارواکو وويل، چې اوس دوی ته طالبان اړ نه دي او نور هيوادونه يې د مرستې لپاره پيداشوي دي.

بل خوا په همدې نېږدې ورځو کې د امريکايي ډرون حملو په نتیجه کې د لسګونو ترهګرو وژل او د تر پنځه کلونو برمتې وروسته د یوې بهرنۍ کورنۍ ژغورل، چې دا هرڅه د پاکستان تر واک لاندې علاقو کې ترسره شول، د پاکستانيو چارواکو دغه څرګندونې تر سوال لاندې راولي چې وايي (ترهګر اوس د دوی خاورې ته اړتيا نه لري).

 

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: