پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان د امريکې مرستې د ترهګرو په روزنه مصرف نه کړي؟
AppleMark

پاکستان د امريکې مرستې د ترهګرو په روزنه مصرف نه کړي؟

امریکایي کانګریس افغانستان کې د امریکا ملاتړ ته په دوام ورکولو پاکستان ته د ۷۰ کروړه ډالرو ورکولو منظوري ورکړې، خو ددې سره يې دا اندېښنه هم څرګنده کړې چې پاکستان دغه پيسې د ترهګرو پر روزنه ونه لګوي.

د سياسي چارو څاروونکي وايي کله چې پر يوه هيواد دومره باور نه وي، نو څه تمه کېدای شي، چې دغسې يو هيواد به د نړیوالې ترهګرو په ځپلو کې رښتيني همکاري وکړي؟

ګانګریس دغه منظوري وروسته له هغې ورکړې چې دامریکا ددفاع وزیر په خپور کړي سند کې دپاکستان لخوا دحقاني ډلې دجنګیالو په ضد په ګامونو اخستو اطمینان ښکاره کړی دی.

امریکا به پاکستان ته دغه پیسې هاغه مهال ورکوي چې ددفاع وزیر کانګریس ته پخلی وکړي چې پاکستان دترهګرو دخوندي ځالو، دحقاني شبکې او لشکرطیبه په ضد عملیات کوي او دخپلې خاورې څخه ددغو جنګیالو خوندي ځالې له مینځه وړي.

ددې ترڅنګ به دامریکا ددفاع وزیر ته دا ډاډ هم ورکول کېږي چې پاکستان پخپله لویدیزه پوله دترهګرو دفعالیتونو مخنیوي دپاره افغانستان سره کوټلې همکاري کوي.

دامریکې ددفاع د وزیر لخوا ددغه ډاډ وروسته ذکر شوې ماده کې دشوي بدلون پر اساس کانګریس پاکستان ته د نورو ۳۵ کروړه ډالرو د ورکولو منظوري ورکړې ده.

خو راپورونه وایي اوس چې کله کانګریس پاکستان ته ددغو پیسو ورکولو منظوري ورکړې نو هم یې ددفاع محکمې ته سپارښتنه کړې چې په پاکستان به کلک نظر ساتي چې دغه پیسې دترهګرو ډلو په پالنه مصرف نه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *