پاکستان وایی امریکه دی هند ته بی پیلوټه الوتکی نه ورکوی ، د امریکا ولسمشر له نریندرا مودي سره موافقه کړې چې امریکا به د دوو میلیاردو ډالرو په ارزښت پر هند څارګرې بې پيلوټه الوتکې پلوري او پاکستان له دغه کار سره مخالفت ښودلی دی. رسنیو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي، چې پاکستان ددې کار مخالف دی او ځواکمنو هېوادونو ته په کار ده، چې په نړیواله کچه خپلو مسوولیتونو ته متوجه شي او په دغه ډول مسایلو کې له احتیاط کار واخلي.
