شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان د حساسو دولتي ادارو د ژغورنې لپاره يې د پوځ د راغوښتو پرېکړه کړې ده

پاکستان د حساسو دولتي ادارو د ژغورنې لپاره يې د پوځ د راغوښتو پرېکړه کړې ده

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې د ترينګلي وضعيت د کنټرول او د حساسو دولتي ادارو د ژغورنې لپاره يې د پوځ د راغوښتو پرېکړه کړې ده. ايا پوځ به د مظاهره چيانو پر ضد عملياتو کې برخه اخلي، د کورنيو چارو وزارت چارواکو ويلي، چې پوځ به يوازې د حساسو دولتي ادارو ژغورنه کوي. د اسلام اباد مرکزي روغتون «پیمز» چارواکو رسنيو ته ويلي، چې له عملياتو وروسته ۱۶۸ ټپيان وروړل شوي دي. په ټپيانو کې ۶۴ پوليس، ۵۳ ايف سي ملېشه او ۵۱ ملکي خلک شامل دي. همدارنګه د راولپينډۍ بېنظير بوټو روغتون کې ته هم ۴۱ ټپيان وروړل شوي وو. تېره ورځ د مظاهره‌ چيانو پر ضد ايف سي ملېشو او پوليسو چټک عمليات وکړل، مظاهره چیان يې سره وپاشل، هغوی هم پر پوليسو د ډبرو ګوزارونه کړي، خو امنيتي ځواکونو د ماښام تيارې په خپرېدو يې د عملياتو چارې وځنډولې. سرچينې وايي، چې امنيتي ځواکونو سره وېره پيدا شوې، که تاوتريخوالی همداسې دوام وکړي، نو ممکن ده، چې د پاکستان مخالفې ډلې له دې حالته ګټه پورته کړي او په سيمه کې چاودنه وکړي. د پاکستان د کورنيو چارو وزير احسن اقبال پر مظاهره چیانو تور پورې کړی، چې له هند سره اړيکې لري او په مظاهره کې يې داسې مواد کارولي، چې د حکومت پر ضد يې نورې وسله والې ډلې کاروي. احسن اقبال وايي، چې دغه عمليات يې د محکمې په امر پيل کړي، خو پوځ له مرکزي حکومته غوښتي، چې له مظاهرينو سره روانه ستونزه د خبرو له لارې اواره کړي. تېره ورځ د پاکستان پوځ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو، چې حکومت دې د تاوتريخوالي پر ځای له مظاهره چیانو سره خبرې وکړي، خو حکومت وايي، چې شل ورځې يې مظاهره چيانو ته صبر وکړ او بالاخره يې د محکمې له امر سره سم د هغوی د لرې کولو او پاشلو پرېکړه وکړه. مظاهره چیان تور لګوي، چې د پاکستان د قانون وزير زاهد حامد د پارلمان وکلات لپاره د کانديد لپاره د ختم نبوت بند ختم کړی او بايد له دندې لرې کړای شي، خو حکومت وايي، چې دوی د ناموس رسالت مدافعين دي، هېڅکله به داسې ګام وانخلي او مظاهره چيان په تاوتريخوالي او له هند سره په اړيکو لرلو تورنوي. د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون، لاهور، راولپينډۍ، کراچۍ، پېښور او نورو ښارونو کې وضعيت کړکېچن دی، خو د پاکستان د کورنيو چارو وزیر له ولسی خلکو غوښتي، چې له تاوتريخوالي ځانونه وساتي او د هغو خلکو په لومه کې را نه شي، چې د ختم نبوت مسئله د خپلو ګټو لپاره کاروي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: