پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / خبرونه / پاکستان د حقاني شبکې پرضد د ګډو عملیاتو وړاندیز کړی

پاکستان د حقاني شبکې پرضد د ګډو عملیاتو وړاندیز کړی

پاکستانۍ ورځپاڼې د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر خواجه اصف په حواله لیکي چې پاکستان امریکا ته په خپله خاوره کې د حقانې شبکې پر وړاندې د ګډو عملیاتو وړاندیز کړی.

له دې ډلې پاکستان ټوډې لیکي چې ښاغلي اصف په یوه مرکه کې ویلي پاکستان امریکايي لوري ته وړاندیز کړی چې په پاکستان کې د حقاني شبکې د مرکزونو په اړه له معلوماتو سره یو ځای دې پاکستان ته راشي او که د پاکستان په خاوره کې د دغې ډلې هر ډول فعالیت یې تر سترګو شو نو پاکستاني ځواکونه به له امریکايي هغو سره د دغو فعالیتونو د ختمولو لپاره ګډ عملیات وکړي.ښاغلي اصف ویلي که امریکا پر پاکستان فشار زیات کړي او په وار وار ورڅخه غوښتنه وکړي چې د ترهګرو ډلو په وړاندې لا ډیر کوټلي ګامونه پورته کړي نو د پاکستان ملګري هېوادونه روسیه ، چین ، ایران او ترکیه به د پاکستان په خوا کې ودریږي.د امریکايي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ د معلوماتو له مخې په تېرو اوه کلونو کې د وسلوالو پرضد په یوه میاشت کې تر ټولو ډېر بریدونه تېر سپټمبر شوي دي.
امریکایۍ مجله نیوز ویک لیکي چې امریکايي ځواکونو په تېره سپتمبر میاشت کې د طالبانو او داعش ډلې پر وسله والو ۷۵۱ هوايي بریدونه کړي دي.د ورځپاڼې د لیکنې له مخې، دا د امریکايي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ د معلوماتو له مخې په تېرو اوه کلونو کې په یوه میاشت کې تر ټولو ډېر بریدونه دي.نیوز ویک زیاتوي په سپتمبر میاشت کې هوايي بریدونه د تېرې اګست میاشتې پرتله پنځوس سلنه زیات شوي.د چارواکو په وینا دا بدلون د سویلي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا د نوېې کړنلارې له مخې رامنځته شوی چې په تعرضي بڼه د وسله والو د په نښه کولو سپارښتنه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: