سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / پاکستان د دوو پوځيانو په بدل کې پر کونړ ۱۰۰۰ توغندي راشړلي

پاکستان د دوو پوځيانو په بدل کې پر کونړ ۱۰۰۰ توغندي راشړلي

د ډیورنډ نامنلې کرښې له هغې غاړې پاکستاني پوځ پر کونړ تازه بریدونه څو ورځې مخکې شروع کړي چې د چارواکو په وینا تر اوسه په دانګام، مرورې، سرکاڼو، شلطن او خاص کونړ ولسوالیو  د پاکستانيو توپونو تر زرو ډېرې مرمۍ رالوېدلي دي.

حکومتي مقامات وايي بریدونو یو کس زخمي کړی، خو مالي زيان یې ډېر دي.

د دې بريدونو له امله د کونړ تر ګواښ لاندې ولسواليو نه سلګونه کورنۍ په داسې حال کې کډه شوي چې د ژمي د يخنئ لومړنۍ څپې شروع شوي دي.

حکومتي مقامات مني چې دپاکستاني پوځيانو له اړخه د کونړ پر سرحدي سیمو د لویو توپونو راویشتل دوام لري خو د توپونو له امله د کډه شوو کورنيو په اړه هېڅ معلومات نه لري، چې دغه سلګونه کورنۍ په کوم حالت کې دي؟

دغو بریدونو وروسته له هغې زور واخیست چې پاکستاني چارواکو د باجوړ ایجنسۍ ګبري ساحه کې د هغه هېواد د دوو پوځيانو وژل کېدل ومنل او ادعا یې وکړه چې د کرښې له افغان غاړې نه ور اوښتو وسله والو ویشتلي دي.

خو افغان چارواکي ددغه ډول پېښو رامنځ ته کول د پاکستان د حکومت یوه لوبه ګڼي. دوی وايي پاکستان د دغه ډول څرګندونو له مخې د هغو توغنديو راويشتو ته جواز پيداکوي، چې له امله يې د کونړ سلګونه کورنۍ تازه بې کوره شوي دي.

ځايي خلک وايي د پاکستان له اړخه د توپونو راويشتل وخت نه لري او نه دا تمه کېدای شي چې دغه به وروستي بريدونه وي، دوی وايي زياتې کورنۍ بېرته ګرځېدلو ته تيارې نه دي او دوی له حکومت غواړي چې د دې ستونزې بنسټي حل راوباسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *