پنجشنبه , مارچ 4 2021
کور / خبرونه / قبايل / پاکستان د مياشتې ليدو لپاره نوی قانون جوړوي

پاکستان د مياشتې ليدو لپاره نوی قانون جوړوي

د پاکستان په مرکزي حکومت نيوکې کیږي چې هر کال په ملک کې په يوه ورځ اختر نمانځلو کې پاتې راځي او په خېبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې د ځايي جوړې شوې کمېټۍ د مشر مفتي شهاب الدين پوپلزۍ په اعلان اختر کيږي.

د پېښور د تاريخي جومات قاسم علي خان ځايي کمېټي د مياشتې ليدنې لپاره جوړه حکومتي مرکزي کميټي رويت هلال چېلنج کوي او د حکومتي هڅو او فشار باجود ښاغلی پوپلزی په خپله د اختر د میاشتې ليدو اعلان کوي.

په خېبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې خلک په رويت هلال کمېټۍ يقين کوي او دريځ لري چې مياشت د اسمان منځ له راشي نو دغه کميټې يې وويني.

د پاکستان د مرکزي رويت هلال کمېټۍ مشري مفتي منيب الرحمان کوي.

خو اوس د مذهبي امورو وزارت د نوي اسلامي کال پېلېدو د میاشتې ليدو لپاره نوی قانون جوړوي او په دغه اړوند يې مرکزي کابينې ته مسوده وړاندې کړې ده.

د رويت هلال کمېټۍ ۲۰۱۷م په مسوده کې ويل شوي چې څوک د حکومتي مرکزي کمېټۍ د اعلان نه وړاندې د مياشتې ليدو اعلان وکړي يو کال قېد او دوه سوه زره روپۍ جرمانه به پرې لګول کيږي.

په نوې کمېټۍ کې به د څلور واړو صوبو، قبايلي سيمې (فاټا)، ازادکشمیر او ګلګت بلتستان نه دوه دوه غړي اخستل کیږي، دغه راز د موسمياتو د محکمې او مذهبي وزارت غړي به هم د کمېټۍ برخه وي.

په مسوده کې دا هم ويل شوي که کوم ټيلي ويژن چېنل د سرکاري اعلان نه وړاندې خبر خپور کړلس لاکه روپۍ جرمانه به پرې لګول کيږي.

د مسودې ترمخه که څوک د مياشتې ليدو غلط ثبوت وړاندې کړي هغه ته به د شپږو مياشتو بند او ۵۰ زرو روپو جرمانه اورولی شي، د کمېټۍ مشر به د درېو کالو پورې وي.

قانوني مسوده به د منظورۍ لپاره مرکزي کابينې ته لېږلی شي او د هغې وروستو به پارليمان ته وړاندې کيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *