چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / د هند خواخوږي د پاکستان تر څار لاندې دي

د هند خواخوږي د پاکستان تر څار لاندې دي

د پاکستان ISI او د هند RAW دواړه د یو بل دښمنې استخباراتي ادارې گڼل کیږي. پرون د شنبې په ورځ د دغو ادارو پخواني مشران په لندن کې په یوې مباحثې کې یو بل ته مخامخ شول.

د دغو دواړو ادارو د پخواني مشرانو عکسونو په سوشل میډیا ځکه تاتوده بحثونه را وپارول چې د دواړه ادارو مشران پکې د یو بل سره په ټوقو او خندا ښکاري. د پاکستان د ISI اداره او پوځ په پاکستان کې په پرله پسې توگه دا خبره کوي چې هند یې دښمن ملک دی او په پاکستان کې د ترهگرو سره مرسته کوي.

د پاکستان د استخباراتي ادارې پخوانی مشر احسان الحق او د هند د استخباراتي ادارې پخوانی مشر امرجیت سنگ په برتانیې کې په (لندن سکول اف اکنامکس) کې د استخباراتي ادارو د رول په هکله په یوه مباحثه کې برخه واخیسته.

په پاکستان کې د دغو دواړو پخواني مشرانو د عکسونو په هکله تر ټولو زیات داسې ټویټونه وشول چې د دوي ترمنځ ملگرتیا کیدی شي نو بیا د هند او د پاکستان د خلکو ترمنځ ملگریتا ولې نشي کیدی.

د پاکستان د یو ټلویژن سره خبریال روف کلاسره په ټویټر کې لیکلي چې خوشحاله شوم د پاکستان او د هند د استخباراتي ادارو پخواني مشران مې د یوبل سره په خندا ولیدل. اوس پکار ده دغه دواړه د دواړو ملکونو ترمنځ د سولې لپاره کار وکړي او خلک دې په سولې کې پریږدي.

د يوه پاکستاني ګوند فعاله غړي ساره جواد لیکلي چې که د هند د استخباراتي ادارې د یو مشر سره د پاکستان سیاستدان ملاقات کړی و نو تر اوسه پورې به پرې د کفر فتوی لگیدلې وه. هغه لیکي

په پاکستان کې د مدني حقوقو د فعال جبران ناصر ټویټ شاوخوا ٩٠٠ ځلې شریک شویدی. هغه د پاکستان په استخباراتي ادارې طنز کړیدی او وایي چې د پاکستان او د هند د استخباراتي مشرانو د دغه ملاقات نه وروسته نه د چا د وطن سره په مینې شک وشو او نه چا ته د وطن غدار وویل شول.

د پاکستان استخباراتي اداره د سوشل میډیا په کارکونکو ډیره سخته څارنه کوي او په هغو کسانو د شک نظر کوي چې د هند په هکله ښه نظر لري. نو هم دا وجه ده چې په ټویټر دغو عکسونو له امله سخت عکس العمل ښودل شویدی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: