پنجشنبه , نوومبر 26 2020
کور / خبرونه / قبايل / پاکستان د ځينو خبريالانو اواز په جعلي مقدمو غلی کوي

پاکستان د ځينو خبريالانو اواز په جعلي مقدمو غلی کوي

د پاکستان نوميالي خبريال حامدمير باندې د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي ديو پخواني وژل شوي افسر خالد خواجه د تښتولو عريضه شوې ده.

په حامدمير د خالد خواجه ښځې شمامه ملک د اسلام اباد په رمنا پوليس سټېشن کې خپله عرضپاڼه ثبت کړې ده، د اسلام اباد ستر قضايي ارګان د دغه مقدمې درج کولو امر کړی و.

خالد خواجه په۲۰۱۰م  کال کې د پاکستان په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې وژل شوی و.

د خالد خواجه ښځې شمامه ملک د اسلام اباد رمنا پوليس سټېشن کې عرض کړی و چې خاوند يې خبريال حامدمير او عثمان پنجابي د اسلام اباده تښتولی او بيا يې په وزيرستان کې وژل شوی.

ويل کيږي د حامدمیر سره په ده شوې عرضپاڼه کې شامل عثمان پنجابی د پاکستاني طالبانو د تحريک غړی و.

حامدمير د قضيې د بيا سپړلو او ثبتولو په اړوند ټويټر باندې خپل غبرګون کې ويلي، دا اووه کاله پخوانۍ مقدمه ده، عدالتونو په دې مقدمه کې هغه په کال ۲۰۱۰م کې پاک ګرځولی خو دا مقدمه په کال ۲۰۱۷م کې بيا راوسپړدل شوه.

نوموړي خبریال ويلي په جعلي مقدمو د هغه اواز غلي کولو هڅه کيږي خو د هغه اواز به غلی نکړی شي. حامد يو ځایي شخصي ټي وي چېنل (جيو) سره کار کوي او د روانو چارو خپرونه کوي.

ياده دې وي، چې خالدخواجه د اسلام اباد سُور جومات (لال مسجد) عملياتو کې ليدل کېدو او هغه وخت يې د جومات او پوځي حکومت ترمنځ خبرې کولې خو وروستو د هغه فعاليت حکومت او طالبانو دواړو مشکوک ګرځولی و.

طالبانو د هغه يوه ویډيو خپره کړې چې پکې خواجه د استخباراتي ادارې دپاره د کار کولو اعتراف کړی و او وروسته په يوه بله ويډيو کې ښکاره شوی چې د هغه په سر ډز شوی او وژل شوی و.

په حامدمير دغه قضيه په داسې وخت کې ثبت شوې چې پاکستان کې په خبريالانو بريدونه او ګواښونه زيات شوي دي.

په نوموړي خبريال په ۲۰۱۴م کال کې په کراچۍ کې بريد شوی و او د هغه ورور عامرمير د پاکستان داستخباراتي ادارې په مشر تور لګولی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: