د سیاسي او پوځي چارو یو شمېر شنونکي له پاکستان سره د امریکا تازه مرستې د ترهګرۍ د تمویل په مانا بولي. دوی وايي، د امریکا د خبرو او عمل تر منځ توپیر موجود دی او یوازې د خلکو د تېر ایستلو لپاره پر پاکستان د فشارونو خبرې کوي.
د شنونکو په باور د تمې خلاف امریکا د پاکستان پر وړاندې هېڅ عملي ګام نه دی اخیستی او یوازې د لوبې د دوام لپاره کله ناکله امریکايي چارواکي د دغه هېواد په اړه توندې څرګندونې کوي. په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن هم ویلي، چې د ټرمپ له نوې تګلارې وروسته د پاکستان په چلند کې کوم بدلون نه دی راغلی.
خو د امریکا کانګرېس تېره اونۍ پاکستان ته د ۷۰۰ میلونو ډالرو مرسته تصویب کړې چې نیمايي به یې اوس ورکوي.
رسنيو ویلي، پاکستان ته دغه مرسته له هغه وروسته منظوره شوه، چې د امریکا دفاع وزیر خپل کانګرېس ته تایید کړه، چې پاکستان د حقاني شبکې پر ضد ځينې ګامونه اخیستي دي.
پوځي کارپوه جنرال زلمی وردګ وايي، پاکستان د حقاني شبکې یا کومې بلې ترهګرې ډلې خلاف هېڅ ګام نه دی اخیستی او امریکا د خپلې دوه مخې لوبې لپاره پاکستان ته نوې مرستې منظورې کړې.
نوموړي وویل: «امریکا لا هم په سیمه کې د خپلو موخو لپاره پاکستان ته اړتیا لري، او داسې ښکاري، چې امریکا د پاکستان بدیل نه دی پیدا کړی او تازه یې مرستې ورکړې».
وردګ وايي، د ترهګرۍ ضد جګړې په نوم امریکا په سیمه کې د ترهګرو ملاتړي پياوړي کوي او له همدې لارې خپل ستراتېژیک اهداف تعقیبوي.
د ولسي جرګې غړې وږمه ساپۍ وايي، اوس د دې هېڅ اړتیا نشته، چې کوم هېواد دا وضاحت ورکړي، چې ترهګر چېرته دي او څوک یې روزي!؟
نوموړې وویل، د امریکا ولسمشر په خپله اعتراف وکړ، چې پاکستان د ترهګرو ملاتړی دی؛ خو اوس بېرته ورسره مرسته دا مانا لري، چې امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې اراده نه لري.
هغه زیاتوي: «امریکا او پاکستان په خپلو کې مشترک ټکي پیدا کړي، تر څو دغه مشترکات تغیریږي وخت ته اړتیا ده او اوس داسې ګومان نه کیږي، چې پاکستان دې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او یا دې امریکا پرې مرسته بنده کړي».
د نړیوالو اړیکو کارپوه حسین سجادي وايي، امریکا هڅه وکړه په سیمه کې د پاکستان بدیل پيدا کړي؛ خو یا بریالي نه شول او یا چا هغه وړتیا نه لرله چې پاکستان یې د امریکا د پروژو د پلي کولو لپاره لري.
دی وايي، د امریکا د تازه مرستو مشروط والی هم دا پيغام لري، که امریکا په سیمه کې بل بدیل پيدا کړي د پاکستان پرېښودل ورته اسانه دي.
هغه وویل: «امریکا اوس د مجبوریت له مخې پاکستان ته مرسته ورکوي، تر څو دغه هېواد د روسیې او چین غېږې ته له ورتلو وساتي، ځکه پاکستان هم خورا ماهر لوبغاړی دی».
سجادي وایي، افغان حکومت ډېره هڅه وکړه چې د پاکستان پر وړاندې د امریکا په تګلاره کې بدلون راشي؛ خو داسې ښکاري، چې دې هڅو کوم ځای نه دی نیولی او پاکستان بیا هم په پخواني رول کې دی.