دوشنبه , مې 10 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / پاکستان سره د حقانيانو اړيکې زيانمنې شوي

پاکستان سره د حقانيانو اړيکې زيانمنې شوي

پاکستاني سیاستوال وایي، د پاکستان پوځ له خوا د کاناډایي-امریکایي کورنۍ تر خوشې کیدو وروسته د حقاني شبکې او پاکستان ترمنځ اړیکې خرابې شوي، ځکه حقاني شبکې غوښتل د دغو برمته شويو بهرنیانو په بدل کې خپل بندیان ازاد کړي. مګر پاکستان هڅه وکړه چې په دې اقدام سره خپل باور پر ځای کړي، خو سياستوال وايي پاکستان اوس خپل دې اقدام د نورې بې باورۍ سره مخ کړی دی.

د راپورونو له مخې، د حقاني ترهګرې شبکې او پاکستان ترمنځ اړیکې د وروستیو تحولاتو له امله خرابې شوي دي.

په پاکستان کې باورې حکومتي چارواکو ویلي چې د حقاني شبکې او پاکستان ترمنځ اړیکې د واشنګټن د وروستیو فشارو له امله خرابې شوي ځکه امریکا پر اسلام اباد خپل فشارونه زیات کړي څو پاکستان له افغان وسله والو سره اړیکې او ملاتړ پرې کړي.

د پاکستان په قبایلي سیمو کې ځینې سرچینو ویلي، چې د پاکستان او حقاني شبکې ترمنځ اړیکې له دې امله خراب شوي چې اسلام اباد له افغان وسله والو سره د خپل دریځ د بدلولو په اړه غور کوي.

د افغان حکومت یوې باوري سرچینې تائید کړې چې په وروستیو کې د حقاني شبکې او پاکستان ترمنځ اړیکې خرابې شوي دي، ځکه د حقاني شبکې مشران ویره لري چې ښایي اسلام اباد د حقاني شبکې پر سر له امریکا سره معامله کړي.

د سرچینې په وینا، اسلام اباد هم په دې اړه خپلې اندیښنې لري او د دې نه ویره لري چې کیدای شي حقاني شبکه له ایران او یا هم له روسیې سره ملګرې شي.

د افغان حکومت دغه سرچینه په همدې حال کې خبرداری ورکوي، چې هغه فکر نه کوي چې اسلام اباد له حقاني شبکې سره خپل اړیکې په اساني پرې کړي ځکه دوی د ۱۹۷۰ میلادي کال راهیسې د یوه ښه متحد په توګه له پاکستان سره اړیکې لري.

خو هغه زیاته کړه، چې د امریکا متحده ایالاتو سیاسي فشارونه او د افغان حکومت پوځي فشارونه کولای شي وسله والې ډلې دې ته اړ کړي چې د خپلو فعالیتونو په هکله پر بیا کتنه غور وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *