سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / پاکستان سره ممکنه مرستې د دې هيواد په رښتينولۍ پورې تړلي

پاکستان سره ممکنه مرستې د دې هيواد په رښتينولۍ پورې تړلي

دپاکستان چاپي رسنۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې له قوله لیکي، له پاکستان سره په راتلونکي وخت کې کېدونکې شونې پوځي مرستې په دې شرط کیږي چې دغه هېواد له ترهګرۍ سره په جګړه کې څومره رښتينولي ښکاره کوي؟ او په دې ميدان کې څومره عملي قامونه پورته کوي؟
د چارو کارپوهان وايي تر اوسه پاکستان په دې نه دی توانېدلی چې ترهګرو سره د مبارزې په ډګر کې د امريکې اندېښنې لرې کړي.
دافغانستان او سيمې لپاره د امريکې د نوې کړنلارې د اعلان سره سم د نوو پلانونو د عملي کېدو چاره تر ډېره د پاکستان هيواد په پوځي او استخباراتي ادارو پورې تړلې ده.
امریکې ويلي تر څو چې پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو پټنځايونه او روزنځايونه وجاړ نه کړي، تر هغې په افغانستان او سيمه کې امن نه شي راتللی.
د کارپوهانو په اند له همدې امله چې پاکستان له امریکې سره د ترهګرو پر ضد روانه جګړه کې ښه نيت نه لري، نو امريکې څه موده وړاندې پاکستاني پوځ ته ورکړې يو شمېر جنګي الوتکې بېرته وغوښتې.
د خبرونو له مخې داسې څرګندېږي، چې د امريکې لخوا پاکستاني پوځ سره نورې ممکنه پوځې مرستې هم د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې دپاکستان په عمل پورې تړلې دي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: