جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان سره په نامنلې پوله تورخم کې، پوليس پيسې اخلي

پاکستان سره په نامنلې پوله تورخم کې، پوليس پيسې اخلي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ نامنلې پوله باندې تورخم بندر کې مسافرو نه يو وار بيا پاکستانيو پوليسو پيسې اخيستل پيل کړي دي، مسافر وايي پاکستاني پوليس خلک په ليکو کې دروي او بيا هغه کسان پرېږدي چې دوی ته رشوت ورکړي.

دوی وايي پاکستاني پولیس د دې لپاره چې خلک ورته پيسې ورکړي لارويو مسافرو سره ظلم کوي، دوی دا هم وويل چې نن سبا په دې نامنلې پوله د خلکو ډېره بې عزتي کېږي او دا کار پوليس د دې لپاره کوي چې خلک بيسو ورکولو ته اړباسي.

د ګل عمر په نوم يو مسافر چې له پېښوره کابل ته راروان و، ټرايبل نيوز ته وويل، نن هم له اوو بجو نه خلک په قطار کې ولاړ وو، دی وايي د يو خاصه دار له طرفه ودرول شو او ورته يې وويل چې سل روپئ ورکړي او که داسې ونه کړي نو هېڅوک به يې ترې خلاص نه کړي.

نوموړي وويل خاصه دار سره له ډېر جنجال وروسته په قطار کې ودرېد: (( سره له دې چې خلک په ليکو کې سم ولاړ وو، خاصه دار راغلل او په ټولو خلکو يې وارونه شروع کړل، بې ګناه خلک، ماشومان او مشران، ټولو سره يې زياتی او ظلم وکړ)).

نوموړي وويل خلک په ليکو کې ولاړ وو او څوک چې په راتلل او خاصه دارو ته به يې پيسې ورکولې نو هغوی به نه درول کېدل.

په تورخم بندر کې وړاندې هم د مسافرو سره ظلم کېده او خاصه دارو به د پيسو لپاره دخلکو هر ډول بې عزتي کوله، خو پاکستاني مقامات تر اوسه په دې اړه غلي دي او داسې کوم ګام يې نه دی پورته کړی چې مسافرو سره د خاصه دارو چلند ښه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: