دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / افغانستان / پاکستان سولې ته لېواله طالب مشران په زندانونو کې ساتي

پاکستان سولې ته لېواله طالب مشران په زندانونو کې ساتي

 د افغانستان حکومت له طالبانو او نورو وسله والو مخالفو ډلو سره پخلاینې ته د لېوالتیا د نښې په توګه له پاکستان څخه غوښتي چې د طالبانو ۵ مهم بندي غړي خوشي کړي.

د افغانستان حکومت هیله لري چې دا ۵ تنه به، چې ویل کېږي پاکستان د دې لپاره نیولي چې سولې ته یې لېوالتیا لرله، په افغانستان کې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

پاکستان ټوډې ورځپاڼې نن /یکشنبه/ راپور ورکړ چې دا ۵ تنه له ۳۵ نورو افغان طالب مشرانو او قوماندانانو سره د پاکستان په محبسونو کې بندیان دي.

د ورځپاڼې د راپور پر اساس، د دغو ۵ تنو د خلاصون غوښتنه تېره میاشت (نوومبر) د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په نیویارک کې د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ د دوه اویایمې غونډې په څنګ کې د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف سره د کتنې په مهال وکړه.

اتمر پاکستاني لوري ته د ۳۵ طالب بندیانو لیست سپارلی چې د هغو په منځ کې ۵ تنه د دې ډلې د مشرتابه شورا غړي دي او د افغانستان د سولې په بهیر کې مهم رول لوبولی شي.

په نیویارک کې د اتمر او اصف له خبرو وروسته د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمرباجوه کابل ته لاړ او د دې موضوع په شمول یې په نورو مسایلو له افغان ولسمشر سره خبرې وکړې.

د طالبانو د تحریک پخوانی مرستیال ملاعبدالغني برادر، د کوټې شورا غړي ملا احمد الله نانی، ملا صمد ثاني او ملا سلیمان اغا، چې له ۴ تنو نورو سره د ۲۰۱۴ م کال د اکتوبر په یوولسمه د کوټې د سټیلایټ ټاون په یوه مدرسه کې نیول شوي وو، هغه کسان دي چې د افغانستان حکومت یې د خلاصون غوښتنه کوي.

پاکستان ټوډې ورځپاڼه وايي چې دواړه خواوې په اصولو کې موافقې ته رسېدلي او کېدای شي په راتلونکې غونډه کې، چې په اسلام اباد کې کېږي، د بندیانو د تبادلې په لړ کې پاکستان طالب بندیان د افغانستان حکومت ته وسپاري.

پاکستان پخوا د ملا برادر او څو نورو مهمو طالب مشرانو د خلاصون په اړه د افغانستان غوښتنې رد کړې وې خو اوس دا هیواد تر بل هر وخت زیات منزوي او تر فشار لاندې دی او فکر کوي چې د افغانستان غوښتنې ته مثبت ځواب به ورسره مرسته وکړي چې فشارونه پرې لږ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: