شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / افغانستان / پاکستان غواړي خپل باور پر ځای کړي

پاکستان غواړي خپل باور پر ځای کړي

په دې وروستيو کې پر پاکستان په نړيواله کچه داسې فشار راړل شو، چې بايد نور د دغه هيواد پوځي او استخباراتي شبکې د وسله والو د ملاتړ نه لاس په سر شي.

په دې څرګندونو او ګوتنيونو کې چې د امریکې د نوي جمهور ريس ټرمپ لخوا شوي، يوه دا ده چې نوموړی هيواد دې په خپله خاوره کې د ترهګرو ځالي له منځه يوسي او که داسې ونه شي، نو د پاکستان لپاره به ښې پايلې ونه لري.

د روڼ اندو په فکر هغه وسله وال چې په پاکستان کې روزل کېږي او هلته يې پټنځايونه دي، د سیمې د نورو هيوادونو په پرتله د افغانستان لپاره يو ستر ګواښ دی، دوی وايي د پاکستانيو لوړ پوړو چارواکو وروستی سفر افغانستان ته د دې لپاره و، چې نړۍ ته وښايي چې دوی په خپله پاليسئ کې څومره بدلون راوړی دی. له همدې امله د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال قمر جاويد  باجوه افغانستان ته سفر يو ځلې بيا دا بخثونه راپورته کړي چې ايا شونې ده د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکې سمې شي؟

د پاکستان د پوځ لوی درستیز د یکشنبې په ورځ په کابل کې د ولسمشر اشرف غني سره ملاقات وکړ. د هغه سره په دغه ملاقات کې د پاکستان د استخباراتي اداری آی ایس آی مشر هم موجود و. په دغه ملاقات کې د دواړو ملکونو په امنیتي او ټرانزیټي مسایلو خبرې وشوې.

سره له دې چې پاکستان وړاندې هم په نړۍ کې د خپل لوېدلی موقف د بېرته پورته کولو لپاره هڅه کړي چې افغانستان سره اړیکې ښې کړي، مګرد سياسي چارو ډېری کارپوهان وايي پاکستاني لوری دغه ډول هڅې د زړه له پاسه کوي او په رښتيني تو ګه نه غواړي د افغانستان له اوږدې ناامنئ لاس بهر کړي، خو ځينې نور بيا فکر کوي چې پاکستاني چارواکي اړ دي په خپله پاليسئ کې بدلون راولي، د دوی په اند پاکستاني چارواکي پوهېدلي، چې په روانه دوه مخه پاليسئ کې تر دې وروسته یوازې پاتې کېږي.

پاکستان په افغانستان کې له شته ناامنيو ور اخوا ځينې نورې مسئلې هم لري او غواړي د خپل منځيو سفرونو په ترڅ کې دغه مسايل بحث کړي، مګر تر اوسه ورته سفرونو د دواړو هيوادونو ترمنځ پرتو مسایلو ته کومه اساني نه ده بښلې، بلکې هغه بې باورۍ چې شتون لري د سفرونو او بحثونو سره سره په خپل ځای پاتې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: