چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان غواړي دجوماتونو امامان په لس زره روپو واخلي

پاکستان غواړي دجوماتونو امامان په لس زره روپو واخلي

خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د جوماتونو ملا امامانو لپاره میاشت کې ۱۰ زره روپۍ وظیفه ټاکلې. دغه پېسې به یوازې هغو پاکستاني ملا امامانو ته ورکول کېږي، چې تعلیمي سندونه ولري.
دغه راز به له پرېکړې سره سم پېسې یوازې هغو ملایانو ته ورکول کېږي، چې ثبت شویو دیني تعلیمي ادارو کې یې زده کړې کړې وي.
اعلی وزیر پروېز خټک پېښور کې د ایالتي وزیرانو غونډې ته ویلي، دغه پرېکړه د مذهبي جذبې او جوماتونو ملا امامانو اړتیاوو پوره کولو لپاره شوې. په ایالتي حکومت کې د واکمن تحریک انصاف ګوند اییتلافي ګوند جماعت اسلامي دغه پرېکړه ستایلې ده.
د دغه ګوند ویاند اسرارالله ویلي که څه هم ۱۰ زره روپۍ لږ دي، خو دا د ملا امامانو د مقام او حیثیت اعتراف دی او دوی یې هرکلی کوي. د مولانا سمیع الحق په مشرۍ جمعیت علمای اسلام ګوند هم دغه پرېکړه ستایلې، خو د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ جمعیت علمای اسلام ګوند بیا خپلو پلوي ملا امامانو ته ویلي، چې دغه پېسې وانخلي.
د دغه ګوند ویاند جلیل ویلي ‘ایالتي حکومت غواړي د ۱۰ زرو روپیو بدل کې ملا امامان خپل غلامان کړي:
”دوی غواړي ملا امامان په پېسو واخلي. دا خو د اسلام خدمت نه شو، د څلورمې درجې حکومتي کارکوونکي لومړنی معاش ۱۵ یا ۱۶ زره روپۍ ورکول کېږي، د ټاکنې لپاره یې سند ورکول کېږي، خو دوی ته نه پیسې ځانګړې شوې، نه یې کوم سند جاري کېږي، دا د حکومت پېسې نه دي، بلکې د اینجیو ګانو پېسې دي. ”
کارپوهان وايي لومړی د مدرسو، بیا د جوماتونو رجستر کولو پلان او اوس ملا امامانو ته د وظیفې ورکول ښايي، د حکومت له لوري د سخت دریځۍ کابو کولو د پالیسۍ برخه وي.
دخيبر پښتونخوا حکومت د جماعتونو د امامانو لپاره دمياشتې په سر دلس زره روپو د وظيفې ورکولو منظورې ورکړې.
يوازې هغو امامانو به ددغه پاليسې ګټې رسيږې چې سندونه ولرې. د مولانا فضل الرحمن په مشرې د مذهبې ګوند جمعيت علماې اسلام پرته نور مذهبې ګوندونو د صوباېې حکومت د دغې پاليسې هرکلی کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: