پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / پاکستان له افغانستان سره په خپلو کړو ژمنو نه دی درېدلی

پاکستان له افغانستان سره په خپلو کړو ژمنو نه دی درېدلی

د افغانستان حکومت په ځلونو پر پاکستان باور کړی خو پاکستان پر خپلو ژمنو نه دی درېدلی نو ځکه اوس د پاکستان پر ژمنو زیات باور نه کوي او د پاکستان عملي اقداماتو ته انتظار باسي، خو بيا هم اسلام اباد د هراړوخیزو خبرو د پیلولو لپاره د کابل د رسمي ځواب په تمه دی.

د افغانستان حکومت تراوسه پورې د پاکستان د دې طرحې په باب په ښکاره څه نه دي ویلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی محمد فیصل د پنجشنبې په ورځ په خبري غونډه کې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د نادر پرمختګ په اړه څرګندونې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی د (APAPS) یا د پیوستون لپاره د افغانستان پاکستان د عمل پلان په نوم وړاندیز افشا کړ او ویې ویل چې دا وړاندیز د نوومبر په ۲۵ مه له افغان چارواکو سره شریک شوی دی.

په دې سند کې د دوو هیوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي، پوځي، استخباراتي او د کډوالو د مسلو په برخو کې د کاري ډلو له لوري د رغنده او معنا دارو خبرو د پیلولو لپاره هراړخیز پلان وړاندیز شوی دی.

فیصل وویل چې پاکستان په دې برخه کې د افغانستان د حکومت رسمي ځواب ته منتظر دی.

د ده په وینا دا وړاندیز د اکتوبر په لومړیو کې کابل ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د سفر په لړ کې د افغانستاان ولسمشر محمد اشرف غني ته وړاندې شو.

د افغانستان حکومت تراوسه پورې د پاکستان د دې طرحې په باب په ښکاره څه نه دي ویلي.

د افغانستان حکومت په ځلونو پر پاکستان باور کړی خو پاکستان پر خپلو ژمنو نه دی درېدلی نو ځکه اوس د پاکستان پر ژمنو زیات باور نه کوي او د پاکستان عملي اقداماتو ته انتظار باسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *