جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / پاکستان مشهور«الخالد» ټانګونه له فعالیت نه لوېدلي

پاکستان مشهور«الخالد» ټانګونه له فعالیت نه لوېدلي

د پاکستان مشهور«الخالد» ټانګونه له فعالیت نه لوېدلي
د (Golos.ua) ویبپاڼې د راپور په اساس د پاکستان پوځ لخوا جوړ شوي ۳۰ عرادې (الخالد) ټانګونه وروسته له هغه یو په بل پسې له کاره ولوېدل، چې له یوه اوکرایني شرکت څخه یې د ټانګونو بې کیفیته ماشینونه وارد کړل.
د پاکستان پوځ په ۲۰۱۶ کال د اوکراین له خارکوف شرکت څخه د ټانګونو ماشینونه وپيرل، خو د پوځ انجینرانو هغه مهال شکایت وکړ، چې د چیک کولو پرمهال د ټانګونو ۳۰ ماشینونه یو په پل پسې خراب شول.
د سرچینې د معلوماتو له مخې د پاکستان پوځ له اوکرایني شرکت څخه اخیستل شوي ماشینونه د الخالد ټانګ په جوړولو کې کاروي، کوم چې د پاکستان پیاده پوځ تر ټولو غوره جنګي آله ګڼل کیږي.
له څېړنو وروسته معلومه شوه، چې خارکوف شرکت د وسلې صادرولو اوکرایني(اوکرسپیټسکسپورټ) شرکت څخه د ټانګ جوړولو په ماشین کې بې کفیته تیل کارولي او همدا لامل دی، چې د پاکستان الخالد ټانګونه هم د جګړې په ډګر کې خپل فعالیتونه په پورته توګه سرته نه شي رسولای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: