شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / پاکستان منلې چې له ترهګرو سره اړيکې لري، خو ملاتړ يې نه کوي

پاکستان منلې چې له ترهګرو سره اړيکې لري، خو ملاتړ يې نه کوي

د امریکايي پوځ لوی درستیز څرګندونو ته ځواب کې چې ویلي یې و، د پاکستان څارګره اداره له ترهګرو ډلو سره اړیکي لري، پاکستاني پوځ منلې چې له ترهګرو ډلو سره اړیکي لري، خو په وینا یې د دغو ډلو ملاتړ نه کوي.

د پاکستاني پوځ د رسنیز دفتر مشر جنرال اصف غفور راولپنډۍ کې یوې خبرې غونډې ته وینا کې ویلي:

(مهرباني وکړئ او د اړیکو او ملاتړ تر منځ توپیر وپېژنئ، د داسې یوه هېواد نوم واخلئ، چې له ترهګرو ډلو سره اړیکي نه لري. دا چاره هر څوک کوي. که د دغه کار هدف د ګواښ له منځه وړل وي، مثبته چاره ده)

نوموړي له دې پرته چې د طالبانو یا حقاني شبکې نوم واخلي، ویلي: (موږ ته معلومه ده، چې ای ایس ای له ترهګرو ډلو سره اړیکه کې ده)

له دې مخکې د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې مشر جنرال جوزیف ډنفورډ کانګریس ته ویلي و، شک نه لرم چې د پاکستان استخباراتي اداره ایس ای له ترهګرو ډلو سره اړیکي لري:

(دا ما ته ډېره جوته ده چې ای ایس ای یې له ترهګرو ډلو سره اړیکي لري، په تېرو څو کلونو کې موږ له پاکستان سره له دوه اړخیزو لارو هڅه کوله چې ددغه هېواد چلند بدل کړو، خو پاکستان کې باید ډېر شیان بدل شي)

د امریکا دفاع وزیر جیمس مټیس هم کانګریس ته ویلي و: (که څه هم د پاکستان دولت د ترهګرو پر ضد عملیات کوي، خو په ظاهره داسې ښکاري، چې ای ایس ای خپل بهرنی سیاست پر مخ بیايي.)

نوموړي زیاته کړه له هغه مخکې چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اسلام اباد په تړاو خپله پرېکړه اعلان کړي، پاکستان ته یو بل فرصت ورکول کېږي، چې دغه هېواد سره د افغانستان په تړاو ګډ کار وکړي.

د سياسي کارپوهانو له نظره ترهګرو ډلو سره د پاکستان اړيکې لرل او يا د دغسې ډلو نه ملاتړ کول هغه عمل دی، چې نور پټ نه دی، خو د پاکستانيو چارواکو اوسنۍ څرګندونې چې دوی پکې ترهګرو ډلو سره د اړيکو لرل خپل حق بولي، په دې تعبيرېږي چې باکستان غواړي په دې سره د نړۍ وراوړېدلی مخ هلته د ترهګرو ډلو له روزنځايونو او پټنځايونو واړوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: