چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / قبايل / پاکستان نور نه لويېږي

پاکستان نور نه لويېږي

دا به څنګه وشي چې داوس زمانې انسان چې منځنی عمر يې شپيتو ته په سختيو رسېږي، داسې لېونی فکر وکړي چې ولې يې عمر د زرګونه کلونه پخواني انسان عمر ته نه رسېږي؟ پاکستان د خپلې پراختيا په لېونتوب کې همدې حد ته رسېدلی دی.

داچې پاکستان د ځمکې پر مخ ځای نه لري، نو جوته ده چې دخاورې پراختيا يې ستره موخه ده، دوی د نامنل شوې کرښې د پخولو هڅې له تېرو څو کلونو راهېسې د توغنديو په راورولو پيل کړي. وړاندې يې کړنلار داسې وه چې لومړی به يې نامنل شوې پولې ته له نېږدې کليو د توغنديو په وېره ولسي خلک پورته کړل او دوی به خپله جنډه له زاړه بريده راوړاندې د يوه بل غره پر لوړه وټومبله…

د دې کار لپاره د وسله والو ځانګړې ډلې هم مکلفې وې چې د پنجابي لوري تر راوړاندې کېدو مخکې ولسي خلک له خپلو مينو وشړي. دغو ډلګيو د نړيوالو د شتون په موده کې پراخه هڅې وکړې.

اوس هم دپاکستانيو توغنديزو بريدونو تر شا لويه موخه همدا ده، چې نامنل شوي بریدونه نور هم رامخکې کړي.

دا ټول اور پاکستان ځکه بل کړی چې د خپلې خاورې د پراختيا او د خپلو هدفونو د ساتلو ناروغۍ ترې لونی سپی جوړ کړی دی.

پاکستان غواړي خاورې ته ورپېښ ګواښ يې خوب ونه تښتوي، ځکه دا هيواد همدا څو شپېته کاله وړاندې، چې ايله د اوسنئ زمانې د انسان عمر دی، منځ ته راغلی دی، یعنې د ځمکې پرمخ د يو لوی شيطانت په هدف رامنځ ته شوی او دهمدې لږ عمر لنډ تنګ پاکستان په خپلو شيطاني عملونو سره د ځمکې د ډېرې برخې د اوسېدونکو له سترګو خوب تښتولی دی.

پاکستان دا مهال په يو داسې ملک بدل شوی، چې د نړۍ نور هيوادونه خپلې ترهګريزې پروژې د همدې ملک له چينلونو پلې کوي او په دې ترتيب هم ځان ساتي او هم د نورو پروژې په ښه ډول مخ ته وړي.

د نوموړي هيواد حالت د افغانستان انجويزم دور ته چې دا اوس اوس لږ سوړ شوی، نږدې دی، دلته هم دا اوس مهال پورې د هماغو کسانو انجوګانو وې چې په هره دووسئ پوهېدل او پاکستان هم د ځينو هيوادونو لپاره همداسې بڼه لري.

د پاکستان نور شيطانت په خپل ځای خو دا لېونتوب يې بل ډول دی، چې اوس غواړي په همدې څو شپيته کلن عمر کې دومره پراخه شي، لکه د نړۍ نور زرګونه کلونه پخواني هیوادونه چې دې… او دا په رښتيا هم لېونتوب دی، چې د اوس زماني انسان د زرګونه کلونه پخواني انسان لوی والي او غښتلتيا ته د رسيدو هيله وکړي.

خو پنجابيانو غبرګې پښې په يوه موزه کې منډلي، کله مو خانان او ملکان اخلي او د دوی په پلونو وړاندې راځي، کله بيا د چارواکو په ډاډ په ورځ کې سلګونه توغندي راولي او چارواکي يې دومره وېرولي، چې د توغنديو شمېر هم پوره نه شي ورکولای.

پاکستان ـ زيات وخت چې نه يې په خپلو وسله والو باور پاتې وي او نه يې په افغاني بنجابيانو زړه راټول شي، نو بيا اړ کېږي چې د اوس په څېر بربنډ تېري ته ملا وتړي، خو دا هېڅ لار نه ده، په داسې کولو سره يوازې د خپل لېونتوب ښودنه کوي او د دې څرګندونه کوي، چې پاکستان يو ترهګر هيواد دی. دکمر روغاني ليکنه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: