جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / قبايل / هغه سيمې نښه کېږي چې خلک يې د ازغنو سيمونو مخه نيسي

هغه سيمې نښه کېږي چې خلک يې د ازغنو سيمونو مخه نيسي

ځايي خلک وايي په تېرو څو ورځو کې د ازغنو سيمونو د لګولو سره يو وار بيا د پاکستانيو توپونو خولې سرحدي ولسواليو ته رااوښتې دي. د افغانستان اړوند ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د لعلپورې ولسوالۍ په ګڼو سیمو د ډیورنډ له فرضي کرښې ۱۳ د هاوان مرمۍ را توغول شوې دي.
سياسي شنونکي وايي د دې بريدونو هدف دا دی چې په نامنلې پوله د سرحدي ولسواليو اوسېدونکي کډو کولو ته اړ کړي. دوی وايي په داسې کولو سره د پاکستان پر وړاندې هغه ولسي غبرګون کمېږي چې په نامنل شوې پوله د ازغنو سيمونو غځولو ته اجازه نه ورکوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وویل، تېره ورځ ناوخته د لعلپورې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو باندې د ډیورنډ له فرضي کرښې هاخوا څخه د پاکستاني ځواکونو له لوري د هاوان ۱۳ مرمۍ را توغول شوې دي.
نوموړی وایي، په یادو مرمیو باندې هېچاته زیان نه دی اوښتی. په دې وروستیو کې یو ځل بیا د پاکستانیو ځواکونو له لوري د سرحدي ولسوالیو په یو شمېر سیمو وخت ناوخت مرمۍ را توغول کېږي، چې ډېر کله پکې ولسونو ته مرګ ژوبله اوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: