شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان وايي د حقاني شبکې پر ضد د عملياتو اغېز وروسته څرګندېږي

پاکستان وايي د حقاني شبکې پر ضد د عملياتو اغېز وروسته څرګندېږي

پاکستاني پوځي چارواکي ادعا کوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه یې د ټولو ترهګرو پر وړاندې، د حقاني شبکې په ګډون، پرته له کوم تبعیض سره ګامونه پورته کړي دي او دا مهال ترهګرې ډلې په منظمه توګه په پاکستان کې هېڅ موجودیت نه لري.
د پاکستان پوځ ویاند جنرال اصف غفور خبریالانو ته ويلي، چې پاکستاني پوځیانو په شمالي وزیرستان کې د ترهګرو پر ضد د عملیاتو په لړ کې د حقاني شبکې پر وړاندې هم عملیات ترسره کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د پوځي عملیاتو اغیزې ژر او په کمه موده کې څرګندیږي نه او ټینګار یې وکړ چې هغه کارونه چې نن ترسره کیږي، اغیزې به يې په راتلونکو ورځو کې احساس شي.
نوموړی د حقاني شبکې پر وړاندې د عملیاتو په هکله نور جزئیات ور نه کړل خو افغان او امریکایي چارواکي وایي د حقاني ترهګرې شبکې لا هم په پاکستان کې امن ځایونه لري، په دغه هېواد کې یې په ازاده توګه فعالیت کوي او د افغانستان په لویو بریدونو کې لاس لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن څو ورځې مخکې ویلي وو، چې که چیرې پاکستان د حقاني له ترهرګې شبکې سره خپل اړیکې پرې نه کړي نو ترهګرې ډلې به په راتلونکو کې د پاکستان حکومت پر خلاف هم بریدونه پیل کړي.
بلخوا د امریکامتحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو مشر مایک پمپیو کابو یوه میاشت مخکې ویلي وو، چې د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس د دوشنبې په ورځ پاکستان ځي ترڅو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې ستراتیژي د تطبیق په برخه کې د همکاریو لپاره د اسلام اباد ژمنه ترلاسه کړي.
هغه خبرداری ورکړ که چیرې دغه کار د پاکستانیانو له خوا ترسره نه شي نو امریکا به د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو امن ځایونو د لمنځه وړولو په خاطر خپل ټول وس وکاروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: