د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په ځینو سیمو کې د افغان ځواکونو د نه کنټرول له امله وسله وال پر پاکستانيو پوستو بريدونه کوي، خو افغان حکومت بیا دغه ډول تورونه تل پر پاکستان لګولي، چې په خپله خاوره کې يې د افغانستان د امن پر ضد د ترهګرو روزنه روانه ساتلې ده.
دپاکستان پوځ دغه څرګندونې د ډیورڼد په اوږدو کې د ترهګرو وروستي برید په غبرګون کې وکړې.
د پاکستان پوځ د رسنیو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې یو شمېر وسله والو د جمعیې په ورځ د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستانيو امنیتي ځواکونو بریدونه پیل کړل چې په ترڅ کې د پاکستان پوځ د ملیشې ځواکونو درې سرتیري ووژل شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې پیښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې پاکستان پوځیان د مومند په قبایلي سیمه کې د یوې نوې امنیتي پوستې پر جوړولو بوخت وو.
تر اوسه د دغې برید مسئولیت کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د پاکستان تحریک طالبان ډله په افغانستان کې امن ځایونو لري او کله نا کله د پاکستان پر پوځیانو او ملکیانو بریدونه ترسره کوي.
بلخوا افغان چارواکي وایي په افغانستان کې تاوتریخوالي په بهر کې موجود د ترهګرو ډلو له امن ځایونو سره مستقیم تړاو لري.
د افغان چارواکو په وینا، د طالبانو او د حقاني ترهګرې شبکې په پاکستان کې امن ځایونه لري او له دغه هېواد څخه د ځينو کړیو په مرسته په افغانستان کې بریدونه ترسره کوي.