د پاکستان دفاع وزیر وايي، د افغانستان لپاره په خپله خاوره کې له چا سره جګړه نه شي کولی. خو مبصرين وايي پاکستان په دې سره دا ثابتوي چې د افغانستان په ګډون د ټولۍ نړۍ له هغې غوښتنې مخ اړوي، چې د ترهګرو پر ضد د ګام پورته کولو په اړه ده.
په دې وروستيو کې امريکې بيا له دغه هیواد غوښنتي چې په خپله خاوره د ترهګرو پټنځايونه له منځه يوسي، مګر پاکستان په همدې لنډ وخت کې د دې موضوع په اړه څو ډوله ژبه کاروي. پاکستان کله وايي په خاوره کې يې د ترهګرو هېڅ پټنځای نه دی پاتې، خو کله ترې بيا خپله دا خبره هېره شي او وايي پاکستان په خپله خاوره د چا لپاره جګړه نه شي کولای.
تر دې وړاندې په ځلونو پاکستاني چارواکو د افغان طالبانو د پناه ځایونو د ویجاړولو د غوښتنې په ځواب کې ویلي چې په خپله خاوره کې له افغان طالبانو سره جنګ نه کوي ځکه چې د افغانستان جګړه به د پاکستان خاورې ته وغځېږي.
د پاکستان دفاع وزیر ادعا وکړه چې په خپله خاوره کې یې د تروریستانو ټولې شبکې له منځه وړي او دا تصور سم نه دی چې لا هم په پاکستان کې د تروریستانو خوندي پناهځایونه شته.
دستیګر زیاته کړه، پاکستان د امریکا متحدو ایالتونو ته په زغرده ویلي چې له ترور سره جګړه دې د افغانستان په خاوره کې وکړي، نه په پاکستان کې ځکه چې «موږ په خپله خاوره کې د ترور عوامل له منځه وړي دي.»
د پاکستان دفاع وزیر وویل، پاکستان په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی او که افغانستان د پاکستان په خاوره کې د سختدریځو د موجودیت او د پناهځایونو په اړه معلومات لري، له پاکستان سره دې یې شریک کړي؛ پاکستان به یې پر ضد اقدام وکړي.
د افغانستان حکومت په ځلونو ویلي چې پخوا یې له پاکستان سره دا ډول معلومات شریک کړي خو پاکستان هیڅ اقدام نه دی کړی.
