یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / افغانستان / پاکستان پرکونړ ۵۰ راکټونه ویشتلی دی

پاکستان پرکونړ ۵۰ راکټونه ویشتلی دی

پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا له پولې هاخوا پر کونړ د راکېټونو برید کړی دی. د کونړ امنیه قوماندان جمعه ګل همت وایي، پاکستاني ځواکونو پرون یکشبنه د دې ولایت پر دانګام، شلتن او شیګل ولسوالیو لسګونه توغوندي ویشتلي دي. نوموړي ویلي، چې یوازې پرون پر دانګام ولسوالۍ۵۰ راکټونه ویشتل شوي، چې په پایله کې یې یو کس ټپي شوی هم دی. کلونه کېږي، چې پاکستاني ځواکونه د افغانستان په پر هغه ولایتونو راکېټي بریدونه کوي، چې له دغه هېواد سره په پوله پراته دي. په دغه بریدونو کې ډېر کله افغان لوري ته مالي او ځاني زیانونه هم اوړي، خو افغان حکومت یې پر وړاندې کوم ګام نه دی پورته کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: