چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / پاکستان په افغانستان کې د هند له رول سره مخالفت کړی

پاکستان په افغانستان کې د هند له رول سره مخالفت کړی

د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، دا چې امریکا د افغانستان په مسئله کې هند ته رول ورکوي ډېر زیانونه به ولري. د نوموړي په وینا هند ته هېڅ اړتیا نشته چې په افغانستان کې دومره پراخ فعالیتونه ولري. خاقان عباسي زیاته کړې ټرمپ په خپله نوې تګلاره کې پر هند ډېره تکیه کړې ده خو دغه هېواد د افغانستان د مسئلې په حل کې هېڅ راز مرسته نه شي کولی. نوموړي ویلي پاکستان د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو پلوی دی او په دې برخه کې له افغان حکومت سره مرسته کوي. خاقان عباسي دا هم ویلي، چې امریکا پر پاکستان فشارونه راوړي، له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره سرچینې ورباندې دروي، نو پاکستان هم اړ دی، چې ځان ته بل متعهد او بله سرچینه پيدا کړي. هغه یو ځل بیا ټينګار کړی چې هېواد یې له ترهګرۍ سره رښتینې مبارزه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې هند په تېرو کلونو کې افغانستان سره په ډېرو برخو کې اغېزناکې مرستې کړي او لا هم دغلته د هند هر اړخيزو همکاريو ته اړتيا ليدل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: