پاکستان په شل اوريزه لوبو کې د لومړي ځل لپاره اول مقام ته راغلی
tribalnews
نوومبر 2, 2017
خبرونه
553 کتنې
پا کستان په لومړي ځل د کرکټ د نړيوالې ادارې(آئي سي سي) په شل اوریزه لوبو کې وړومبي مقام ته راغلی دی. وړاندې په دې مقام نیوزي لینډ وو، ولې تیره شپه د بهارت لخوا دماتې خوړولو نه وروسته د نیوزي لینډ پاينټونه یو سل یوویشت ته کم شوي چې له امله يې د یو سل څلورویشت پوائنټونو سره دغه مقام د پاکستان لوبډلې ته ورکړل شوی.
د بهارت پر وړاندې پاتې دواړو لوبو ګټلو سره نیوزي لېنډ بېرته خپل اولني مقام ته راتلی شي.
په ورته نورو لوبو کې دا وخت ویسټ انډيز په دریم، انګلینډ په څلورم، انډیا پنځم، جنوبی افریقه شپږم او اسټراليا ټیم په اووم مقام کې دی.