چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / قبايل / پاکستان پينځه مياشتې وروسته د چينايانو د وژنې پخلی کړی

پاکستان پينځه مياشتې وروسته د چينايانو د وژنې پخلی کړی

د پاکستان خارجه دفتر پخلی کړی چې د کوټې نه تښتول شوي دوه چينايان ښځه او سړی وژل شوي دي، د وژنې پخلی د ډي اېن ای ټېسټ د لارې شوی دی.

د بلوچستان کچلاک علاقه کې دوه مړي ترلاسه شوي او دغه مړي د چينايي وګړو وو.

د کوټې نه د مئي په مياشت کې د تښتول شوؤ دوه چينايي ښځې او سړي د وژنې پړه تندروه ډلې داعش قبوله کړې وه.

داعش د تښتول کېدو دوه اوونۍ وروستو زمه واري منلې خو پاکستاني چارواکو يې په هغه وخت پخلی نه ؤ کړی.

نزدې يوه نيمه میاشت وروستو بيا دوه مړي ترلاسه شوي چې حالت يې ډېر خراب ؤ او د هغو د ډي اېن ای کولو وروسته پېژندل شوي وو.

د پاکستان د بهرنيو او کورنيو چارو وزارت د چينايانو د تښتول کېدو وروستو تور لګولی ؤ چې دوي په تبليغي هلوځلو کې ککړ وو.

ويل شوي وو چينايي وګړو د کاروباري ويزې سرغړونه کړې او په کوټه کې يې د يو کورني تن نه د اردو زده کولو په نوم تبلیغي هلوځلو کې بوخت شوي وو.

د پاکستان خارجه دفتر په خپل تازه بيان کې د وژل شوؤ د کورنیو سره غمرازي کړې او ويلي يې دي پاکستان د هر ډول ترهګرۍ غندنه کوي او د نړۍ سره په ګډه د ترهګرۍ ضد مبارزه کوي.

وزارت ویلي د پېښې پوره پلټنې به کوي او پېښه کې ککړ کسان به د قانون منګولو ته راولي.

په پاکستان کې د شته قومونو د فعالو غړو نه علاوه ډېر کله بهرني وګړي هم ورکېږي، چې وروسته يې مړي موندل کېږي. دې حالت پاکستان په نړيواله کچه بې باوره کړی او داسې ښکاري چې پاکستاني ځواکونه د ترهګرو پر وړاندې هېڅ ډول ګام پورته کولو ته تيار نه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: