یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / قبايل / پاکستان: چاودنه کې ۲۲ پوليسو ته مرګ ژوبله رسېدلې

پاکستان: چاودنه کې ۲۲ پوليسو ته مرګ ژوبله رسېدلې

په کوئټه کې پوځي ټرک ته نېږدې په ريموټ کنټرول چاودنه کې لس پوليس وژل شوي او ۱۵ نور زخميان دي. په پېښه کې شپږ کسه ملکيان هم ژوبل دي. ويل کېږي په پښه کې د ځينو ژوبلو پوځيانو حالت ښه نه دی.

چاودنه د کوټې سرياب سيمه کې هغه مهال وشوه کله چې يو پوځي ټرک موټر د معمول سره سم د تېرېدو په حال کې و. ځايي خلک وايي دپېښې ځای ته په رسېدو سره پر پوځي ټرک موټر زوروه چاودنه وشوه.

تر اوسه پاکستاني پوځ سره تړلو سرچينو د پېښې په اړه څه نه دي ويلي. د دې پېښې پړه د پاکستانيو وسله والو ډلې ملا فضل الله منلې ده.

ياده ډله او ځينې نورې ډلې په پاکستان کې پوځ او پوځ سره تړلو هدفونو باندې بريدونه کوي. د دوی پر ضد عملياتو کې ډېر کله پاکستاني پوځيان قبايلي سيمو کې عمليات کوي، خو ځايي خلک وايي د پوځ عمليات يوازې د قبايلي سيمو د اوسېدونکو بې کوري راولي او وسله والو ته په کې ډېر زيان نه رسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: