د ترهګرۍ ضد ملي تګلارې د راپور له مخې د تېر کال په پرتله سږ کال دننه په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې ۲۷ فيصده کمې شوي دي. خو هغه ترهګر چې د پاکستان له خاورې په نورو ګاونديو هيوادونو کې ورانکاري فعاليتونه لري، د هغوی لخوا په کېدونکو بريدونو کې زيات والی راغلی دی.
د راپور په حواله په پاکستان کې دننه روان کال نه تر اوسه پورې د ترهګرۍ پېښو کې ۷۲ کسان په دار ځړول شوي او د تګلارې جوړېدو وروستو تر اوسه پورې ټول ۳۵۰ مجرمان په دار کړلکړی شوي دي.
په ۲۰۱۴م کال د دسمبر په ۱۶م پېښور کې په پوځي ښوونځي د خونړي ترهګر بريد وروسته د ملک نه د ترهګرۍ د جرړو ویستو دپاره په ۲۰ خبرو ګډه قامي تګلاره جوړه شوې وه.
د پېښور په پوځي ښوونځي بريد کې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي او زياتره يې زده کونکي وو، د پاکستاني طالبانو تحريک د دغه بريد زمه واري منلې وه.
د تازه راپور له مخهېد ملي تګلارې لاندې جوړو پوځي عدالتونو ته ۲۱۹ قضيې لېږل شوي، ۴۹ پکې فېصله شوي او د ۱۷۶ اورېدنه روانه ده.
د تګلارې په وړاندې کړل شوي راپور کې ويل شوي روان کال نه تر اوسه پورې د ترهګرۍ ۴۳۲ پېښې شوي خو د تېر کال په پرتله دا شمېره ۲۷ سلنه راټيټه شوې ده.
که څه هم پاکستان کې د نيشنل اېکشن پلان لاندې ترسره شوو عملیاتو او کاميابو ترلاسه کولو ادعاوې کيږي، خو د دغه تګلارې په بشپړ ډول نه عملي کېدو باندې نيوکې هم کیږي.
په ملي تګلاره کې د ديني مدرسو اصلاحات، قبايلو اصلاحات او تندروه ډلو د مخنيوي په اړوند تراوسه نيوکې کيږي چې موافقه پرې ونشوه.
څيړونکي وايي پاکستان کې د ترهګرۍ او تندروۍ په ضد د عملياتو او کاميابو ترلاسه کولو ادعاو ترڅنګ د هېواد خپله قامي بيانيه په خپله ترهګرۍ او تندروۍ ته وده ورکوي.