جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / قبايل / پاکستان کې تېرو دوو ورځو کې دوه خبریالان ورک دي

پاکستان کې تېرو دوو ورځو کې دوه خبریالان ورک دي

په پاکستان کې دوه خبریالان چې پښتونخوا او قبایلي سیمو کې یې له بهرنیو رسنیو سره دندې درلودې په تېرو دوو ورځو کې ورک شوي دي.

شهنواز ترکزی چې د مشال راډیو خبریال دی د پښتونخوا په شبقدر کې له خپل کارځي څاګرو ادارو، له ځان سره پورته کړی دی.

د هغه لپټاپ کمپیوټر هم ورک دی.

اسلام ګل اپریدی بل خبریال دی چې له اسټرالیايي راډیو سره کار کوي.

نوموړی د قبایلي سیمې دی، خو له اسلام اباد نه خپل وطن ته پر لار ور ک شوی دی.

تېره اونۍ پاکستان کې د یوه ځايي تلوېزون خبریال هم له کوره بهر وژل شوی و.

پاکستاني طالبان د دغه خبریال وژل مني او وايي، چې نوموړي د پاکستان د څارګرې ادارې ای اېس ای لپاره کار کاوه.

پاکستان هم د خبریالانو د کار لپاره ناامن هېواد بلل کېږي.

وخت ناوخت په دغه هېواد کې رسنوال د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي یا هم مظاهرې کوي.

د فکر خاوندان وايي پاکستان کې ډېر هغه خبريالان د وژنې او تښتونې له پېښو سره مخ کېږي چې بهرنيو رسنيو ته د پاکستان موضوعاتو باندې کار کوي، دوی وايي يو سبب يې دا دی، چې د بهرنيو رسنيو سره کارکوونکي خبريالان د پاکستان موضوعات هغسې وړاندې کوي، چې څنګه رامنځ ته کېږي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: