شنبه , مارچ 6 2021
کور / خبرونه / قبايل / پاکستان کې خبريالانو ته ورپېښ ګواښونه

پاکستان کې خبريالانو ته ورپېښ ګواښونه

پاکستان کې خبريالان وايي د دولتي ادارو، غېر دولتي ډلو، مذهبي کړيو او وخت په وخت د سياسي ډلو نه ورته ګواښونه کيږي، خو د دې ټولو ګواښونو او ستونزو نه چې وسله والې ډلې هم پکې شاملي دي، زيات خطر ورته د پاکستان د پټو ادارو له اړخه راپورته شوی دی.

تازه په بلوچستان سيمه کې يو ناچله ګرځول شوې ډلې د روانې مياشتې له ۲۴ نېټې د مطبوعاتو او خبريالانو په ضد د عملياتو پېل کولو غږ کړې دی او د همدې ډلې ګواښونو له امله په سيمه کې د ورځپاڼو وېشل ودرول شوي دي.

پاکستان کې طالبان او نورې تندروه ډلې خبريالانو ته ګواښونه کوي او طالبانو د ځینو خبريالانو د وژلو پړه هم منلې ده. بل خوا داسې خبرونه هم شته چې د پاکستان د پټو ادارو لخوا پکې د هغو خبريالانو د وژلو او ورکولو خبره شوې چې بهرنيو رسنيو سره همکاري لري او نه شي کولای د مطبوعاتي پاليسيو له کبله په خپلو ورځنیو خبرونو کې د پاکستان پاليسي په نظر کې ونيسي

دغه راز د پاکستان امنيتي ادارې هم خبريالانو ته ګواښونه کوي، د يو انټرنيټي بلاک چلوونکی عاصم سعيد چې د روان کال په سر کې سره د نورو پينځه بلاګرانو اوچت کړی شوی، هغه تور لګولی چې د پاکستان دولتي استخباراتي ادارې اوچت کړی و او تشدد يې پرې کړی.

هغه ويلي په فېس بک به يې يوه پاڼه چلوله او هغې کې به يې په پوځي ادارو نيوکې کولې.

خبريالان وايي دولتي او غېر دولتي ادارې د مختلفو لارو ورته ګواښونه کوي، هر څوک په خپل حق کې خبر غواړي او تنقيد بیخي نه زغمي، او دولتي ادارې بيا وخت په وخت د خبرونو ودرولو دپاره په مطبوعاتي ادارو زور راوړي.

د خبريالانو د تحفظ دپاره کار کوونکي نړيوال تنظيم سي پي جی ترمخه پاکستان اوس هم د خبريالانو دپاره په خطرناکو هېوادونو کې شمار دی او دلته د کال ۱۹۹۲ نه تراوسه پورې ۱۱۶ خبريالان وژل شوي دي.

روانه مياشت د خېبر پښتونخوا صوابۍ سيمه کې يو خبريال هارون خان وژل شوی او د هغه د وژنې پړه طالبانو منلې وه. د روان کال په سر کې بلوچستان صوبه کې ځايي خبريال محمودجان نامالومو وسله والو په ډزو وژلی و.

پاکستان کې د ځينو خبريالانو د وژنو پړه طالبانو منلي خو نور بيا په نامالومه ډول ورک او يا وژل شوي، چې زيات شک يې د پاکستان په امنیتي او استخباراتي ادارو کېږي.

خبريالان او د خبريالانو د حقونو دپاره کار کوونکې ډلې وايي، د پاکستان نه يواځې قبايلي سيمې او بلوچستان د خبريالانو دپاره ډېرې خطرناکې دي، بلکې اسلام اباد او کراچۍ او ټول ملک کې خبريالانو ته ګواښونه کيږي او هر وخت د خطرونو سره مخ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *